1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهارکي د برید هڅه، ایا طالبان جګړې ته هڅول کیږي؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۲, یکشنبه

افغانستان کې پراته بهرني ځواکونه وايي، چې د کندهار پر هوایي ډګر یې د برید هڅه شنډه کړې. دا د دوحې تر تړون وروسته لومړی ځل دی چې پر بهرنیانو د برید هڅه کیږي. د چارو کتونکي په دې اړه څه وايي؟

US Soldaten am Flughafen in Kandahar
د کندهار هوايي ډګر د ۲۰۰۱ کال د دسمبر مياشتي په ۱۴مه نېټهانځور: picture-alliance/dpa

افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګیت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د کندهار هوايي ډګر تېر مازیګر په غیر مستقیم ډول تر اور لاندې نېول شوی، خو کوم زیان نه لري.

د دوحې تړون له مخې، د مۍ لومړی نیټه د بهرنیو ځواکونو د بشپړې وتلو لپاره ټاکل شوې وه چې د بایډن ادارې بیا دا نیټه د سپټمبر تر ۱۱مې وځنډوله.

د مۍ د لومړۍ نیټې په مازیګر په لومړي ځل د کندهار پر هوايي ډګر چېرې چې بهرنیان پراته دي د برید هڅې اندېښنې راپارولي دي.

طالبانو تېره ورځ خبرداری ورکړی چې د مۍ پر لومړی نیټه د ځواکونو د وتلي ژمنې ماتېدو سره د هغوی جنګیالیو ته د اقدام لاره خلاصه شوې، خو د کندهار پر هوايي ډګر د برید مسؤلیت یې نه دی منلی.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر پرون په طالبانو غږ کړی، چې تاوتریخوالي ته د ورګرځېدو تېروتنه ونه کړي: «پام چې تېروتنه ونه کړئ، موږ لاهم پوځي لارې لرو چې د ایتلافي ځواکونو پروړاندې هر ډول بریدونو ته په کلکه ځواب ووایو او د پوځي ځواک په مټ د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو.»

وروستيو خبرداریو او ځینو پوځي خوځښتونو افغان کارپوهان اندېښمن کړي او وايي ښايي امریکایان یو ځل بیا په افغان جګړه کې راښکېل کړای شي.

سکاټ ميلر طالبانو ته له بريدونو خبرداری ورکړیانځور: picture-aliance/U.S Air Force/S. Jackson

په سویډن کې میشت افغان امنیتي او سیاسي شنونکي ډاکټر حکمت الله حکمت دویچه ویله ته وویل: «وضعیت ته په کتو، د طالبانو پرونی اعلاميي ته په کتو، پر کندهار توغندیز برید ته په کتو، د جنرال میلر هغه غبرګون ته چې وې ښوده ویلی شو چې د پردي ترشا ځیني قوتونه غواړي چې د امریکايي قواوو د وتلو مخنیوی وکړي، د سولې پروسه سبوتاژ کړي، امریکایان یوځل بیا جګړې ته راګډ کړي او ناټو هم دلته پاتې شي.»

ښاغلی حکمت زیاتوي چې ددې جګړې په نوي پړاؤ کې به د جګړې دریم عنصر چې القاعده او داعش دي هم فعال رول ولري.

حکمت زیاتوي چې په همدې توګه طالبان هم هڅول کیږي چې جګړې ته ورګډ شي: «کیدای شي چې یوڅوک طالبانو ته ووايي او د طالبانو یوه ډله وهڅوي چې جګړه شروع کړي کوم څه چې په سیاست کې د طالبانو په ګټه نه ده.»

د حکمت پروینا په حکومت کې دننه ځیني کړۍ د داسې شرایطو د رامنځته کولو هڅه کوي چې په ترڅ کې یې نړېوال په افغانستان کې خپل پوځي شتون ته دوام ورکړي.

د ولسي افغانان د مرګ ژوبلې ډېرېدل

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د رسمي پيل سره سم د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شوې. تېره اونۍ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو رسمي وتل پیل شول او دا اونۍ بیا د ملکي افغانانو لپاره ډېره خونړۍ وه. د شمېرو له مخې، ددې اونۍ د یوې ورځې ولسي مرګ ژوبله د وړمې اونۍ د ټولو ورځو تلفاتو سره برابره وه.

د دې اونۍ ترټولو خونړۍ پېښه په لوګر کې موټر بم برید ؤ چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۰ کسه ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شول.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل دویچه ویله ته وویل، وروستیو ورځو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې چې تر ټولو ډېر قربانیان یې ملکي وګړي دي: «مونږ په ملګرو ملتونو باندې غږ کوو، مونږ په نړېواله ټولنه غږ کوو او مونږ په ټولو هغو هېوادونو چې د افغانستان په قضیه کې ښکېل دي غږ کوو چې د افغان جګړې په ښکېلو خواوو فشار راوړي، ترڅو هغوی جګړې ته د پای ټکی کیږدي او د سولې خبرو لاره خپله کړي.»

د بشري حقونو سازمان مشر اندېښنه وښوده چې که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي نو ډېر ناوړه پایلې او پيغامونه به له ځان سره ولري. لعل وايي، د جګړې ښکېلې خواوې دې خپلې هغې ژمنې پوره کړي چې د جګړې پرمهال د ولسي وګړو د خوندېتوب په برخه کې یې کړي دي.

اسماعیل شاکر – کابل