1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

اروپايي ټولنې پر مسکو نور اقتصادي بندیزونه وضع کړل

محمد کریم صالح | فرانس پریس، اسوشتید پریس
۱۴۰۴ آبان ۱, پنجشنبه

اروپايي ټولنې نن په داسې وخت کې پر روسیې نوي اقتصادي تحریمونه ولګول چې تېره ورځ ترمپ د روسیې د تېلو پر صنعت نوي تحریمونه اعلان کړل. زیلنسکي د روسیې د شتمنيو ژر تر ژره کنګلولو غوښتنه کړې. مسکو ویلی تحریمونو بې ګټې دي.

د بلجیم په بروکسل ښار کې د اروپايي اتحادیې مرکزي دفتر چې په کې د دغه اتحاد مهمې غونډې کيږي.
اروپايي ټولنې نن په داسې وخت کې پر روسیې نوي اقتصادي تحریمونه ولګول چې تېره ورځ ترمپ د روسیې د تېلو پر صنعت نوي تحریمونه اعلان کړانځور: Yves Herman/REUTERS

اروپايي اتحادیې د روسیې د تېلو پر صنعت د دونالد ترمپ د تېرې ورځې تازه تنبیهي تحریمونو په ادامه د پنجشنبې په ورځ نوي اقتصادي تحریمونه وضع کړل. روسي چارواکو او دولتي رسنيو د غرب دغه تحریمونه غندلي او ادعا ېې کړې چې په لویه پیمانه بې اثره دي.

پر مسکو د غرب له خوا د تحریمونو زیاتول پر مسکو د فشارو د هڅو یوه برخه ده تر څو ولسمشر ولادیمیر پوتین ېې دې ته اړ اېستلی وي چې په اوکراین کې د جګړې د پای له پاره د مذاکرې مېز ته کېني.

له تحریمونو د زیلنسکي هرکلی

نوي تحریمونه د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي له پاره یوه بریا ده، ځکه چې هغه له اوږدې مودې راهیسې پر اوکراین د روسیې د حملو په خاطر له نړېوالې ټولنې پر مسکو باندې د لا ډېرو تحریمونو غوښتنه کوله.

زیلنسکي په بروکسل کې چېرته چې د اروپايي اتحادیې مشران پر روسیې د نویو تحریمونو د اعلانونو له پاره په یوه غونډه کې راټول شوي وویل: «موږ به انتظار وکړو. که خدای کول دا به کار وکړي. دا ډېر مهم دی.»

پر مسکو د اروپايي اتحادیې نوي تحریمونه د نورو ترڅنګ تر ټولو ډېر د روسيې نفت او ګاز په نخښه کويانځور: Yves Herman/REUTERS

سربېره پر دې چې په وروستیو میاشتو کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ سولې ته د رسېدو له پاره ډېرې هڅې شوي، خو تر اوسه په اوکراین کې د روانې څه باندې درې کلنې جګړې د پای کومې نښنې نښانې نه لیدل کيږي چې اروپايي رهبران ېې مخ په زیاتېدونکې توګه د مسکو د ګواښونو په هکله اندېښمن کړي دي.

«د روسیې شتنمۍ دې کنګل شي»

زیلنسکي د پنجشنبې ورځې په غونډه کې د اروپايي اتحادیې له رهبرانو وغوښتل چې د امکان تر حده ژر د روسیې شتمنیو د کنګل کولو پر پلان هوکړه وکړي تر څو له اوکراین ملاتړ وشي.

هغه پر اکس شبکه ولیکل چې د روسيې د شتمنیو کنګل کول په ټوله معنی قانوني او منصفانه دی او اوکراین به د دغې شتمنۍ د پام وړ برخه باندې له خپلو اروپايي شریکانو وسلې راونیسي.

د اروپايي اتحادیې تحریمونو د نورو ترڅنګ په ځانګړې توګه د روسیې نفت او ګاز په پراخه کچه هدف ګرځولي. دوی دغه بلاک ته د روسیې د مایع ګازو واردات بند کړي او همدارنګه د روسیې د نفت وړونکې کښتیو شبکې په څه باندې سلو نوو کښتیو باندې بندري بندیزونه لګولي کوم چې له تحریمونو تېښته کوي. له وروستي تحریمونو سره د دا ډول ممنوع شوو کښتیو شمیر ۵۵۷ ته رسېدلی دی. 

«په بشپړه توګه بې معنی»تحریمونه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا د امریکا متحده ایالاتو نوي تحریمونه «په بشپړه توګه بې معنی» ارزولي چې «په هغو کې د مذاکراتو له لارې د اوکراین جګړې یوې معنی دارې حل لارې ته زیان اړول هم شامل دي.»

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي پر روسیې د اروپايي اتحادیې له نوو تحریمونو هرکلی کړی دیانځور: Yves Herman/REUTERS

ویاندې زیاته کړه: «که د امریکا متحده ایالاتو اوسنۍ اداره د خپلو پخوانیو مشرانو کړنې تعقېبوي، څرنګه ېې چې هڅه کوله د غیرقانوني تحریمونو له لارې د روسیې ملي ګټي قرباني کړي، نتیجه به دقیقاً ورته وي [او هغه به د تیر په څير]  د داخلي سیاست له اړخه فاجعه او د نړېوال اقتصاد د بې ثباته کولو په بیه تمامیږي.»

د روسي رسنيو غبرګون

د روسیې دولتي او دولت پلوه رسنۍ په داسې مواردو کې موضوع کم ارزښته ښيي. مشهورې ورځپاڼې کومسومولسکایا پراودا چې د کریملین له ملاتړکونکو څخه ده، ويلي دي: «فشار یا نه فشار، د زیلنسکي له پاره کوم خوندور څه په لاس نه ورکوي. تر دې ورهاخوا دا چې دا کومه سوله نشي رانژدې کولي.»

د روسیې دولتي خبري آژانس ریا نوویستي بیا ويلي چې نوي تحریمونه د معمول په څېر «دردونکي» دي، خو لکه پخوا وژونکي نه دي او د تیر په څیر دي.»

پر روسیې د اروپايي اتحادیې د نويو تحریمونو د وضع کولو پریکړې نژدې ېوه میاشت وخت ونیو. د ۲۷ هېوادونو غړي لرونکي دغه بلاک تر دې مخکې هم پر روسیې باندې د تحریمونو ۱۸ بستې لګولي دي.

ډرونونه څرنګه په اوکراین کې جګړې ته بله بڼه ورکوي؟

01:57

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب