یونان: يوه ښځه د خپل لېږدونکي ماین په چاودنه کې وژل شوې
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۳, شنبه
د یونان په شمالي ښار تسالونیکي کې یوه ۳۸ کلنه ښځه د ماین په چاودنه کې وژل شوې ده. ويل کيږي چې دغې ښځې د شنبې په ورځ د سهار په شاوخوا پنځو بجو یوه بانک ته نژدې له ځان سره چاودېدونکي مواد لېږدول چې د هغو په چاودنه کې ېې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نور ولولئ: یونان کې یوه مور د خپلو درو لوڼو د قتل په جرم په درې ځلي عمري بند په سزا محکومه شوې
په دغه چاودنه کې د پېښې ځای ته نژدې ځينو مغازو او موټرو ته زیانونه رسېدلي دي.
د پولیسو یو افسر رويټرز خبري آژانس ته وويل: «داسې ښکاري چې هغې ېوه انفجاري وسيله له ځانه سره لېږدوله او غوښتل ېې د بانک د پیسو راوښکلو په یوه اتومات ماشين کې ېې ځای پر ځای کړي. کومه ستونزه رامنځ ته شوې او وسيلې ېې په لاس کې چاودلي.»
نور ولولئ: محکمه: له آلمان څخه یونان ته د افغان مهاجر اخراج ته اجازه سته
د پولیسو په وینا، دغه ښځې د پولیسو له پاره د غلاو په څو قضیو کې د لاس لرلو په دلیل مسئوله پېژندل شوې وه. پولیس وايي څېړنې ېې پیل کړي چې وګوري آیا دغې ښځې له کيڼ اړخي افراطي ډلو سره ارتباط درلود او که نه.