نادیه ناشر له المانۍ ورځپاڼي«زوید دویچه څایټونګ» سره په خبرو کي ددې تر څنګ، چي وايي په افغانستان کي ډیري ښځي د یوازي پریښولو احساس کوي، دا هم وویل چي «هغوی یې په هیواد کي د ناټو ماموریت ناکامه بولي.»
ناشر، ورځپاڼي ته دا هم ویلي: «په اول سره کي ډیري وعدې ورکړل سوې: مثلأ د امنیت، پر قانون ولاړ یو دولت جوړیدلو او د ښځو ازادي. که څه هم په دې برخه کي یو څه پرمختګ سوی دی، خو په عمومي ډول دغه اهداف ترلاسه سوي نه دي.»
افغانستان به بیا هم نړيوالو مرستو ته محتاجه پاته سي، خصوصاً ډیپلوماتیک ملاتړ ته. خو د ناشر په خبره تشویشونه تر دې هم ډیر دي. دا چي «د غربیانو له پاره دومره اسانه ده، چي خپل ماموریت په افغانستان کي بلاخره ختموي، دا دې ته ورته ده چي موږ لکه یو تود کچالو داسي پریږدي.»
د ناشر په خبره، که څه هم فکر نه کیږي چي «نجوني به د تعلیم څخه راوګرزول سي، خو محدودیتونه به وي. هغه څه چي طبعاً موږ یې کاملاً ردوو.»
ناشر همدارنګه وویل چي که طالبان بیرته ډیر حاکم او نفوذ ولري «د هغوی د کالو اغوستلو نظم، د ښځي او نر جلاکیدل او درسي پلان به ډیر محافظه کاره سي.»
نادیه ناشر اضافه کوي چي که څه هم ځینو طالب قوماندانانو څو واري د مکتبو مدیران راغوښتي او هغو ته یې توضیح کړې ده، چي نجونو ته به درس بیا هم دوام ولري. خو مضامین به تر ډیره حده پوري په مذهب پوري تړلي وي او له هغه سره سم به عیار سي.
سربیره پردې به نارینه ښوونکي نجونو ته درس نه ورکوي او ښځي هلکانو ته نه.»
ناشر همدارنګه وویل: «موږ یوواري د طالبانو بیرونکې واکمني لیدلې ده. او د افغانستان په مدني ټولنه کي به تقریباً هیڅوک او تر ټولو دمخه ښځي د هغه د تکرار غوښتونکي نسي. خو بیله خارجي کومکو او مالي ملاتړ څخه به دا ارزو پوره نه سي.»
په جرمني کي د افغان ښځو اتحادیه له ۱۹۹۲م کال راهیسي د بسپنو او مرستو له لاري په افغانستان کي د بیا رغاوني او له اقتصادي اړخه پر خپلو پښو دریدلو ۱۴ پروژې پر مخ بیايي.
معمولا د ښځو اوږده ويښتان خوښيږي او دا د ښايست يوه برخه بولي. په اکثرو ټولنو کې د ښځو اوږدو ويښتانو ته د «ښځينه توب» د یوه عنصر په سترګه کتل کيږي. خو ځينې ښځې بیا خپل ويښتان لنډوي هم. انځورونه وګورئ او معلومات ولولئ!
انځور: picture-alliance / dpaپه اکثرو ټولنو کې د ښځو د سر اوږده ويښتان د دوی د «ښځينه توب» يوه نه بیلدونکې نښه بلل کيږي، ځکه خو کله چې يوه ښځه خپل د سر ويښتان لنډ کړي نو د خلکو له عجيبه بحثنونو او پوښتنو سره مخ کيږي.
انځور: Zentralverband des deutschen Friseurhandwerksځينې داسې باورونه هم شته چې د ښځو د ويښتانو لنډول، له خاوند څخه د جلا کېدو (طلاق) له مسئلې سره مستقیم ارتباط لري. یعنې کله چې يوه ښځه له خپل ميړه څخه جلا کيږي، په لومړي سر کې خپل د سر ويښتان لنډوي.
انځور: picture allianceد ښځو له خوا د ويښتانو د لنډولو يو بل دلیل، د دوی همجنس بازيتوب دی. په همدې اساس، ډيری خلک فکر کوي هغه ښځې چې لنډ ويښتان پريږدي نو دوی حتما له همجنس بازۍ سره میلان لري.
انځور: Getty Images/D. McNewنن ورځ په اکثرو ټولنو کې د نارينه و له خوا د اوږدو ويښتانو پريښودل نور د هغوی د «ښځينه توب» په معنی نه ګڼل کيږي، خو د ښځو له خوا د لنډو ويښتانو پريښودل لا هم د هغوی «نارينه توب» حسابيږي.
انځور: DW/A. Steffesد ښځو خلاف ځينې ويب پاڼې بيا د ويښتانو لنډول، د ښځو د حقارت او په ځان د لږ باور لرلو له امله ده. خو د نړۍ ځواکمنو ښځو بیا دغه مسئله د دغې ادعا خلاف اثبات ته رسولې ده. په اوسني عصر کې له دا ډول ښځو څخه يوه هم د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل ده. د مېرکل دغه انځور په ۲۰۱۲م کال کې کاناډا ته د هغې د سفر څخه دی.
انځور: Reutersپنځه سوه کاله مخکې هم د ښځو د لنډو ويښتانو پر وړاندې اختلافات موجود ول. د فرانسې او بریتانيا ترمنځ د سل کلنې جګړې پر مهال پر فرانسوۍ اتلې، ژاندارک، باندې هم يو تور «د نارينه و په څير د ويښتانو لنډول» وو. دغه زړوره ښځه بالاخره د کلیسا له خوا محاکمه او اور ورته واچول شو. انځور د میلا يوويچ د ژاندارک په رول کې.
انځور: picture-alliance / dpaپه زړه پورې خبره خو دا ده چې کله په ۱۹۰۹م کال کې فرانسوي موډل، موسیو آنتوان، د ښځو له پاره په احتمالي توګه د لومړي ځل له پاره د لنډو ويښتانو مود عام کړ، وويل چې د دغه مود الهام يې له ژاندارک څخه اخیستی دی.
انځور: Getty Imagesکوکو شانل، چې د مود په نړۍ کې یوه اغيزناکه ښځه وه، د هغو ښځو په کتار کې يوه وه چې په ۱۹۲۰م کال کې يې د خپلو ويښتانو د لنډولو جرئت وکړ.
انځور: Museum für Kunst und Gewerbe Hamburgد ۱۹۶۰ ميلادي لسيزې په جریان کې د ځوانو او سرکشو ښځو په منځ کې د لنډو ويښتانو مود ډير زیات شو چې په دې برخه کې سينما مهم رول درلود. په انځور کې: جان پل بلموندو (کيڼ لور) او جین سيبرګ د ۱۹۶۰م کال د نامتو فرانسوي فلم (Breathless) په يوه صحنه کې ښکاري.
انځور: Kinowelt/Arthausد هاليوود په سینما کې آدري هپبورن، هم له هغو ښځينه اداکارانو څخه وه چې په خپلو فلمونو کې به د لنډو ويښتانو سره راڅرګنديده. هغې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې شهرت درلود. انځور د ۱۹۵۴ کال توليد فلم (Roman Holiday) له يوې صحنې څخه ده چې هغه په کې د ګريګوري پک ترڅنګ ولاړه ده. د دغه فلم ځينې برخې په روم ښار کې جوړې شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpaخو همدغه سينما بیا ځینې وخت ښځينه اداکارو ته اجازه نه ورکوي چې خپل د سر ويښتان لنډ کړي. واټسن چې په «هري پوتر» فلم کې يې د «هرمينه» نقش درلود، د فلم جوړونکي شرکت سره د کړي قرارداد له مخې يې اجازه نه درلوده چې د فلم جوړولو په جریان کې خپل ويښتان لنډ کړي.
انځور: Imago/Cityfilesد ايران نامتو سندرغاړه ګوګوش چې په ۱۳۵۰مې لمريزې لسیزې کې راووته لنډ ويښتان يې پريښودل. د هغې د ويښتانو مود په ګوګوشي مود باندې شهرت پیدا کړ. هغه مهال په افغانستان کې بیا افغان سندرغاړې هنګامې هم دګوګوش په څير لنډ ويښتان درولودل.
خو ولې د ښځو لنډو ويښتانو ته د «نارینه» فکر کيږي؟ آرين تاتوم د «ایفرې دې فمينیست» په نوم ويب پاڼه کې ليکي: «دغه غلط فکر له دې نه پيدا کيږي چې يو نارينه نباید د يوې ښځې په څير وي او د دې بر عکس.»
انځور: Getty Imagesداسې ښکاري چې د عامو خلکو تبصرې او بحثونه هم له دې څخه سرچينه اخلي چې په لنډو ويښتانو سره ښځې د نارينه و په څير ښکاري. انځور د هالیوود د نامتو هنرمندې «ان هتوی» دی. البته د آلمان په برليناله فيستوال کې.
انځور: picture-alliance/dpaد لنډو ويښتانو له پاره تصميم نيول د ښځو له جرئت سره هم تړاو لري. په اروپايي هيوادونو کې هغه ښځې چې لنډ ويښتان پريږدي په رسمي دندو کې چابکې او پر ځان ځان متکي ښکاري.
انځور: picture-alliance/dpaښځې ډير يا اوږده ويښتان د ښايست يو تر ټولو مهم عنصر بولي. ځکه خو هومره چې اوږده ويښتان د ښځو په جذابيت او «ښځينه توب» کې رول لري، لنډ ويښتان يې نه لري.
انځور: Fotolia/Subbotina Anna