له نوي ډهلي څخه د ترلاسه شویو رپوتونو په حواله چارواکو ویلي دي چې نن (د سپټمبر میاشتې ۲۶ نیټه) د دیپیکا پډو کون، ترڅنګ د هندوستان د فلمي صنعت له دوو نورو ستورو څخه هم پوښتنې او ګرویږدنې شوي دي.
د چارواکو په حواله دا د دغه هیواد د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د هغو کوښښونو یوه برخه ده چې معلومه کړي آیا د هند د سنیما صنعت مشهور شخصیتونه خو به د مخدره موادو د قاچاق کونکو او نورو جرایمو ترسره کونکو ډلو سره اړیکه ونه لري؟
دیپيکا پډو کون، نن تر ټولو دمخه د هند د مهاراشترا ایالت مرکز ممبئي کې د مخدره موادو د کنترول ادارې دفتر ته د پوښتنو ګرویږدنو له پاره رسیدلې وه.
له شردها کپور او ساره علي خان څخه هم تحقیقات
د هند پر خبري شبکو په ژوندۍ بڼه خپریدونکو ویډیوګانو په حواله د دیپیکا سربیره دوه نورې فلمي ستورې هم د تحقیقاتو له پاره د مخدره موادو د کنترول ادارې ته ورسیدلې چې یوه یې شردها کپور او بله یې ساره علي خان وه.
نوموړې ادارې تر اوسه پورې د دغو پوښتنو ګرویږدنو په اړه تفصیلات نه دي ورکړي، خو یوازې همدومره یې ویلي دي چې د بالي ووډ د ځوان فلمي ستوري سشات سنګهـ تر مړينې وروسته یې د هند په فلمي سکتور کې د مخدره موادو په اړه تحقیقات پيل کړي دي.
انځور: picture-alliance/Collection Christophel سشات سنګهـ راچپوت د روان عیسوي کال په جون میاشت کې په خپل کور کې په مړ حالت کې موندل شوی وو. په ظاهره کې هغه ځان وژنه کړې وه، خو د هغه د مړينې او په دغه پيښه کې د مخدره موادو د رول په اړه اوس هم پلټنې روانې دي.
تر اوسه پورې له لسګونو فلمي شخصیتونو څخه تحقیق شوی
دیپيکا پډو کون، په نړۍ کې د مشهور فلمي صنعت بالي ووډ یوه له هغو په لسګونو شخصیتونو څخه ده چې په تیرو دوو اونیو کې د هند د مخدره موادو د کنترول ادارې له خوا ترې تحقیقات شوي دي.
مخکې تر دې د جمعې په ورځ (د سپټمبر میاشتې په ۲۵ نیټه) چارواکو د دیپيکا پډو کون له منیجرې کرشما پرکاش، څخه هم پوښتنې ګرویږدنې کړې وې.
همدا د جمعې په ورځ د هندوستان یوه ډیر مشهور او کامیاب فلم جوړونکي کرن جوهر، ویلي وو چې دا تورونه غلط او بې بنسټه دي چې ګواکې تیر کال په جولای میاشت کې د ده په استوګنځای کې جوړ شوي محفل کې له نشه یي توکو څخه استفاده شوې وه.
نوموړي دا خبره وروسته له هغې وکړه چې په ټولنیزو رسنیو کې د ده په کور کې د نیول شوي یوه محفل یا پارټۍ یوه ډیره پخوانۍ ویډیو خپره شوه په کوم کې چې ډیر زیات مشهورو فلمي شخصیتونو ګډون کړی وو.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص
د هندي مليونر ستورو لومړی عايد څه ؤ؟
د امیتاببچن او سلمان خان په ګډون د بالي ووډ ډیر شمیر مشهور ستوري نن په میلیونو سرمایه لري. خو د دوی د مینه والو له پاره به دا ډیره په زړه پورې وي چې د دغو مشهور فلمي ستورو لومړی عاید څومره وو؟ دلته يې ولولئ: انځور: Getty Images/A. Rentz مشهور فلمي ستوري امیتابچن په فلمي نړۍ کې تر قدم ایښودلو مخکې په یو شاپنګ سنټر کې کار کاوه. د هغه لومړۍ تنخوا ۵۰۰ هندي روپۍ وه.
انځور: J. Tallis/AFP/Getty Images سلمان خان د خپل کیریئر پيل د ستیج پر مخ له ډانس (نڅا) څخه کړی وو. سلمان خان به د یوه ډانس شو په بدل کې ۷۵ هندي روپۍ ترلاسه کولې.
انځور: Getty Images/AFP د هندي فلمونو یو بل مشهور هنرمند عرفان خان فلمي نړۍ ته تر راتګ مخکې ماشومانو ته ټیوشن یا د ښوونځي په درسونو کې له زده کونکو سره مرسته کوله چې هغه به د دې کار په بدل کې ۲۵ هندي کلدارې ترلاسه کولې.
انځور: STRDEL/AFP/Getty Images کلکي کوچلن په فلمونو کې تر کار کولو مخکې د بریتایې په یوه کافی کې د ویټرس یا خادمې په توګه کار کاوه چې لومړی عاید یې ۴۰ پاونډه وو.
انځور: Getty Images/AFP/S. Hussain د هندي فلمونو یو له تر ټولو مشهورو څیرو دهر مېندر ته د هغه د لومړي فلم (دل بهي تیرا هم بهي تیری) په خاطر ۵۱ هندي روپۍ مهاش ورکړل شوی وو.
انځور: AP د بالي وډ مشهور ستوري رندیپ هډا د استرالیا په یوه ریستوران کې د ویټر په توګه کار کاوه . هغه د دې کار په بدل کې اته استرالیایي ډالره ترلاسه کولې.
انځور: Getty Images/AFP شاہ رخ خان د هند د فلمي سکتور یو له تر ټولو بریالیو فلمي ستورو څخه دی، خو آیا خبر یاست چې هغه په فلمي نړۍ کې تر قدم ایښودلو مخکې ډير ستونزمن کارونه کړي دي. شاه رخ خان به په ریلونو کې ریلونو کې له پخوا څخه ریزرف شوي ټکټونه پر نورو مساپرو پلورل.
انځور: picture-alliance/Dinodia Photo Library د مشهور فلمي ستوري انیل کپور لور سونم کپور د خپل عملي ژوند پيل د دایرکټر د مرستیالۍ په توګه وکړه چې په هغه وخت کې یې ۳۰۰۰ هندي روپۍ تنخوا ترلاسه کوله.
انځور: Getty Images/AFP/L. Venance رتک روشن د چائلډ ارټسټ یا ماشوم هنرمند په توګه د ۱۰۰ هندي روپیو په بدل کې کار کول پیل کړي وو.
انځور: Imago/Zuma Press عامر خان په فلمونو کې د مرستیال ډایریکتر په توګه کار کول پیل کړل. لومړۍ تنخوا چې هغه ترلاسه کړې وه هغه ۱۰۰۰ هندي کلدارئ یا روپۍ وې.
انځور: 2008 Aamir Khan Productions نصیرالدین شاہ د هندي فلمونو یو له پياوړو هنرمندانو څخه شمیرل کیږي. پر ټولنیزو مسائلو جوړ د هغه فلمونه په وار وار د لیدو وړ دي. نصیر الدین شاه په لوموړي ځل د یوه فلم په یوه صحنه کې د مړي جسد د سوزولو پر مهال په نندارچیانو کې ولاړ وو چې هغه ته د دې کار په بدل کې ۷،۵ روپۍ ورکړل شوې وې.
انځور: AP د رومان ډوله فلمونو هیرو یا ستوري عمران هاشمي ته د لومړي ځل له پاره په تلویزون کې د حشره وژنې د تجارتي اعلان په بدل کې ۲۵۰۰ هندي روپئ ورکړل شوې وې.
انځور: Getty Images/A. Rentz