1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: په اوسط ډول د ورځې ۱۹ ښځې د جهیز په نوم وژل کیږي

۱۴۰۰ دی ۳۰, پنجشنبه

د جهیز پر ضد قانون او د حکومت له خوا د عامه پوهاوي هڅو سربیره هم د جهیز په خاطر د قتلونو لړۍ دوام لري. حتی په کیرالا ایالت کې چې ۹۳ سلنه خلک یې باسواده دي هم ښځې د جهیز نه ورکولو له امله د میړه د کورنۍ له خوا وژل کیږي.

Indien Philantrop sponsort Massen-Hochzeit
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Solanki

په هند کې د جرایمو د معلوماتو ثبتولو اداره (ان سي آر بي) د رپوټ په حواله په ۲۰۲۰م کال کې په دغه هیواد کې په اوسط ډول د ورځې ۱۹ ښځې د جهیز له کبله وژل شوي، په داسې حال کې چې د جهیز پر ضد قانون په اساس ۱۳۳۰۷ قضیې ثبت شوي دي.

د جرایمو د معلوماتو ثبتولو ادارې په حواله په ۲۰۲۰م کال کې د جهیز له پاره په مجموعي ډول ۶۹۶۶ ښځې وژل شوي دي. دغه شمیر په ۲۰۱۹م کال کې ۷۱۴۱ او په ۲۰۱۸ کال کې ۷۱۶۷ وو. خو د غیر رسمي شمیرو له مخې د جهیر له کبله د وژل شوو ښځو شمیر تر دې ډیر لوړ دی، ځکه ډیري وختونه د جهیز له پاره د قتل پيښې د کوم بل جرم په کټه ګورۍ کې ثبتیږي.

د (ان سي آر بي) په حواله د جهیز له پاره د قتل تر ټولو ډیرې پیښې یعنې ۲۲۷۴ یې په اترپردیش ایالت کې ثبت شوي دي. تر دې وروسته بهار ایالت له ۱۰۴۶ پيښو سره په دې برخه کې په دویم مقام کې ځای نیولی دی.

د هندوستاني مېندو او پلرونو له پاره د لوڼو د جهیر دروند پيټې

په دې وروستیو کې د هند سترې محکمې په یوه تاریخي پریکړه کې ویلي دي چې د کور جوړولو له پاره د میرمنې له پلار څخه د پيسو غوښتنه هم د جهیز غوښتلو یو ډول دی. په هند کې د جهیز ورکول او اخیستل قانوني جرم دی، خو دغه قانون په ښکاره ډول نقض او تر پښو لاندې کیږي.

د هند سترې محکمې په دې وروستیو کې پریکړه کړې ده چې د کور جوړولو په بهانه له خپلې خسرګنې یعنې د میرمنې له پلارګنې څخه د پیسو غوښتنه د«جهیز یو ډول» دی، چې د هند د قوانینو په اساس جرم ګڼل کیږي.

محکمې د جهیز له پاره د قتل په یوه قضیه کې د پریکړې اورولو پر مهال د تورن کس او د هغه د پلار له پاره ټاکل شوې سزا په خپل حال پریښي ده.

اصلي ماجرا څه وه؟

د هند په مدهیه پردیش کې یوې ښځې د خپل خسرخیلو د کورنۍ له خوا د جهیز په خاطر له پرله پسې تاوتریخوالي وروسته ځان وژنه کړې وه.

د ميړه کورنۍ یې پر ښځې فشار راوړه چې د کور جوړولو له پاره دې د پلار له کوره پیسې راوړي. په داسې حال کې چې پلار يي، د خپل زوم د غوښتنو پوره کولو توان نه درلود. له دغه وضعیت څخه پریشانه شوې ښځې بالاخره خودکشي وکړه.

یوې سیمه ایزې محکمې په دې قضیه کې د دغې ښځې میړه او خسر د هند د جزا قانون په اساس په مختلفو مواردو کې مجرم بللي وو. مجرم پيژندل شوو کسانو دغه موضوع په ستره محکمه کې جلنج کړې وه. خو سترې محکمې هم د سیمه ایزې محکمې پریکړه تائید او پرځای بللې او تورن کسان یي مجرم بللي وو.

سترې محکمې ويلي چې که څه هم د جهیز له لعنت څخه د بچ پاتې کیدلو له پاره په هند کې قوانین موجود دي، خو په هغه کې له موجودو نیمګړتیاو څخه په ګټې اخیستنې سره، جرم کوونکي د قانون له منګولو څخه په ځان ژغورنه بریالي کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل