1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قطر په پارلماني ټاکنو هیڅ ښځینه نومانده نه ده بریالۍ شوې

۱۴۰۰ مهر ۱۱, یکشنبه

د قطر په لومړنیو پارلماني ټاکنو کې د ۲۸ ښځینه نوماندانو له ډلې هیڅ یوې یې د شورا مجلس یا پارلمان ته لاره نه ده موندلې. د دې بنسټ تر ۳۰ ډیر غړي انتخابي او ۱۵ نور یې بیا د قطر د امیر له خوا ټاکل کیږي.

Katar Wahlen
انځور: Hussein Sayed/AP Photo/picture alliance

د قطر د بډایه عربي هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره پارلماني ټاکنې ترسره او دوه پر دریمه برخه د چوکیو یې انتخاب شول. ۲۸ ښځو هم دې بنسټ ته ځانونه کاندیدانې کړې وې چې هیڅ یوه یې بریالۍ نه شوه. ځینې په دې نظر دي چې احتمالاً د قطر هیواد ۴۱ کلن امیر تمیم بن حمد الثاني به څو تنه ښځې د هغو ۱۵ تنو استازو په منځ کې انتخاب کړي چې د ده له خوا تعینیږي.

په قطر کې د «شورا مجلس» یا پارلمان بودیجه تصویبوي، وزیران مقرر، ګوښه او کنترولوي او کولی شي نوي قوانین وړاندیز کړي. خو وروستۍ خبره تل د امیر وي. هغه ټاکنې چې د اکتوبر میاشتې په دویمه ترسره شوې، په اصل کې باید په ۲۰۰۷ م کال کې ترسره شوې وای، خو بیا بیا وځنډیدې.

که څه هم د ځینو کتونکو په باور دغه ټاکنې کیدای شي د دیموکراسۍ پر لور د قطر لومړنی ګام وي، خو د ترسره کیدو طریقه یي له ډیرو نیوکو سره مل وه. د نورو تر څنګ یوازې هغو کسانو په دغو ټاکنو کې ګډون کولی شو چې له ۱۹۳۰م کال را په دیخوا یي نیکونو په قطر کې ژوند کړی وي.

په دې توګه د دغه هیواد د اوسیدونکو یو پر پنځمه برخه په انتخاباتو کې له ګډون کولو څخه محروم شول. همدارنګه په قطر کې اوسیدونکي بهرنیان چې د دې هیواد د ټولنې ۹۰ سلنه برخه تشکیلوي هم په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه درلوده.

ویل کیږي چې په قطر کې د المپيک د نړیوال جام تر سیالیو شاوخوا یو کال مخکې د دغو ټاکنو ترسره کیدل په اصل کې د دغه هیواد د یوه ښه انځور وړاندې کولو هڅه ده. دا په داسې حال کې ده چې په دې هیواد کې سیاسي ګوندونه منع دي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب