د کندهار امنيتي چارواکي وايي چي د پنجوايي ولسوالۍ يوه پوليسه ويشتل سوې او وژل سوې ده. دا لومړی وار نه دی چي په کندهار کي پوليسه وژل کيږي.
انځور: Reuters
اعلان
د کندهار د پوليسو وياند جمالناصر بارکزي ويلي دي چي دغه پوليسه له کوره وظيفې ته روانه وه چي ناڅرگندو وسله والو پرې بريد کړی او هغه يې وژلې ده.
دغه پوليسه چې ذاکره نوميده، د پنځلمسي حوزې د بلوڅانو کلاچې په سيمه کي ويشتل سوې او ځای پر ځای وژل سوې ده.
د کندهار د امينې قومندانۍ د وياند په خبره ذاکرې له درو کلونو راهيسي په پنجوايي ولسوالۍ کي دنډه لره.
د پيښي مسؤليت تر اوسه پوري کومي وسله والي ډلي پرغاړه نه دی اخيستی، خو افغان حکومت اکثراً د دغه شان بريدونو او پيښي مسؤليت د طالبانو پر غاړه اچوي.
دا لومړی ځل نه دی چي په کندهار کي پوليسه وژل کيږي. تير ميلادي کال هم د يوې مياشتي په جريان کي هلته دوې پوليسي د ښار په منځ کي د ناڅرگندو وسله والو له خوا ووژل سوې.
په دې وروستیو کي په کندهار ښار کي هدفي وژونو زور اخيستی دی او د یوې امنیتي سرچینې په قول، په روانه اوونۍ کي نژدې ۱۰ کسان د کندهار ښار په بېلا بېلو سیمو کي ترور سوي دي.