1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښځو د افغانستان بحران په تړاو د نړۍ پر «خاموشۍ» اعتراض وکړ

۱۴۰۰ آبان ۴, سه‌شنبه

په کابل کې يو شمير ښځو فعالانو له دې کبله پر نړيواله ټولنه اعتراض وکړ چې د افغانستان د کړکيچ په تړاو هیڅ عمل نه کوي. هغوی له ځانه سره لوحې ليږدولې چې پرې ليکل شوي ول: «ولې نړۍ په چپه خوله زموږ ننداره کوي.؟»

Afghanistan Protest Weltgemeinschaft Taliban Herrschaft
انځور: JAMES EDGAR/AFP

د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي سره د مخامخ کيدو پر خطر سربیره د سې شنبې په ورځ په کابل کې يو شمير ښځو مظاهره وکړه او د کار او زده کړو د حق ترلاسه کولو غوښتنه یې کوله. طالبانو د هغو خبريالانو مخه ونيوله چې د دې مظاهرو په اړه راپور جوړولو ته ورغلي ول.

په اګست مياشت کې واک ته تر رسيدو وروسته طالبانو پر مظاهرو بندیز لګولی دی او د مظاهره کوونکو د شړلو په موخه له زوره کار اخلي. پر دې سربيره هم يو شمير ښځې سړکونو ته راوځي او د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

وحيده امیري چې دا مظاهره یې تنظيم کړې وه، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غواړو چې زموږ د زده کړو او کار د حق ملاتړ وکړي. موږ نن هم له هر څه بې برخې يوو.»

په پام کې وه چې د «ټولنیز، اقتصادي او سياسي» وضعيت په اړه دا مظاهره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموريت (يوناما) دفتر مخې ته جوړه شي خو په وروستيو شيبو کې د کابل د «زرغونې ساحې» دروازې مخې ته انتقال شوه هغه ځای چې د يو شمیر لوېدیځو هيوادونو سفارتونو پکې پراته دي خو واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته تړل شوي دي.

په وسلو سمبالو طالبانو په لومړي سر کې له مظاهره کوونکو او خبريالانو وغوښتل چې له «زرغونې ساحې» څخه ووځي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله وروسته بيا کابو لس تنه طالب ساتونکي سیمې ته ورسيدل چې زياتره یې په وسلو سمبال ول. هغوی خبريالان پر شا وتمبول او د يوه خبريال موبايل چې د مظاهرې د جريان ويډيو یې اخيستې وه، ضبط کړ.

انځور: JAMES EDGAR/AFP

اميري په دې ترڅ کې وويل: «موږ د طالبانو پر ضد کوم عمل نه دی کړی، بلکې غواړو چې يوازې سوله ایزه مظاهره وکړو.»

په دې وروستيو اوونيو کې هم د ښځو له خوا په کابل کې وار په وار سمبوليکې مظاهرې ترسره شوي دي چې اصلي غوښتنه یې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې بيرته پرانيستل دي. تر اوسه هم د منځني ښوونځي او ليسو زده کوونکي ښوونځيو ته د تللو اجازه نه لري.

تېره اونۍ په کابل کې کابو ۲۰ مېرمنو ته د يوې ۹۰ دقيقه يي مظاهرې اجازه ورکړل شوې وه، خو يو شمير هغه کورني او بهرني خبريالان چې غوښتل يې له دې مظاهرې راپور جوړ کړي، د طالبانو له خوا وهل ډبول شوي ول.

ب. ص/ ن. ز (AFP)