1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د مشر فرمان؛ ۱۲ زره ښځېنه سینګارتونونه به وتړل شي

۱۴۰۲ تیر ۱۲, دوشنبه

د طالبانو د مشر د یوه وروستي فرمان پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د سینګارتونونو فعالیت تر یوې میاشتې په لږه موده کې ودرول شي.

آرشیف انځور: سینګارتونونه تر یوې میاشته په لږه موده تړل کیږي
آرشیف انځور: سینګارتونونه تر یوې میاشته په لږه موده تړل کیږيانځور: Kyodo/picture alliance

په هغه مکتوب کې چې د طالبانو ادارې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت کابل ښاروالی ته استولی، په افغانستان کې ټولو ښځینه سینګارتونو ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی، چې خپل فعالیتونه ودروي.

د دغه مکتوب یوه کاپي چې دویچه ویله ترلاسه کړې، راغلي دي: «د امیر المومنین د شفاهي هدایت سره سم د ۳/۴/۱۴۰۱ نېټې څخه تر ۳/۵/۱۴۰۱ نیټې پورې دې د کابل او ولایتونو په کچه د ښځېنه سینګارتونونو ته وخت ورکړل شي، چې تر ټاکلې نیټې وروسته یې فعالیتونه ممنوع او له ۳/۵/۱۴۰۱ نېټې وروسته یې د کار قراردادي جوازونه هم اعتبار نه لري.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په کابل کې د کسبګرو او هټېوالو خونې مدیر عبدالطیف صالحي د دغه مکتوب د تایید ترڅنګ وویل چې د دغه فرمان په عملي کېدو سره به په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ زره ښځېنه سینګارتونونه وتړل شي.

په لومړیو کې طالبانو د سینګارتونونو پر دیوالونو د ښځو لګیدلي انځورونه ړنګ کړي ووانځور: picture alliance/AA

هغه دویچه ویله ته وویل: «ښځېنه سینګارتونونه د زمري یا اسد تر ۴مې نېټې وخت لري چې خپل حسابونه کتابونه تصفیه کړي، ځکه له دې نېټې وروسته به د فعالیت اجازه ونه لري.»

اړوند مطالب:سوداګري ښځې د خپل شغل د له لاسه ورکولو اندېښنه لري

د کسبګرو او هټېوالو خونې د معلوماتو پربنسټ، د سینګارتونونو په تړل کېدو سره به تر ۵۰ زرو ډېرې افغان میرمن خپل کاروبار له لاسه ورکړي.

په همدې حال کې یوشمېر ښځېنه سینګارونکې پردې پریکړه د سختې نېوکې په ترڅ کې ویلي چې د هغوی د هټیو په تړلو سره به له درانه مالي زیان سره مخامخ شي.

هغوی د طالبانو له ادارې غواړي چې پر خپله پریکړه دې سره کتنه وکړي.

اړوند مطالب:د سینګارتونونو کړنلاره: هغه مواد مه کاروئ چې اودس ماتوي

د نسرین په نوم یوې سینګارګري چې له تېرو څو کلونو د کابل په یو سینګارتون کې کار کوي، دویچه ویله ته وویل: «ولې طالبان له ښځو سره دښمني لري؟ موږ یې له خپلو ټولو حقونو راګرځولې یوو. ولې ښځې د خپلو وېښتانو د اصلاح کولو حق نه لري؟ په الله قسم چې په دغو شرایطو کې له ژوند کولو ستړې شوې یو. زموږ له سینګارتون څخه مالیه اخلي، د لوحې ټکس اخلي، له جواز یې پیسې اخلي، زموږ فعالیتونو د خپل غوښتنو مطابق کوي، نو بیا ولې یې تړي.»

هغې زیاته کړه چې په دغه سینګارتون کې شاوخوا لس تنه د ښوونځیو زده کوونکې چې په ښوونځي او پوهنتون کې د زده کړو او تحصیل له حقه بې برخې شوې ول، کار کوي چې د سینګارتون په تړلو سره ټول بې کاره کیږي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

فاطمه یو له هغو نجونو ده چې د کابل په یوه سینګارتون کې کار کوي. هغه وايي: «ورور مې څه موده وړاندې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او اوسمهال د خپلې ۵ کسیزې کورنۍ یواځینۍ روزې ګټونکې یم. ډېره پرېشانه یم چې د سینګارتون له تړل کېدو وروسته به زما او زما د کورنۍ د غړو ژوند څنګه کیږي.»

لاله په هرات ولایت کې یوه بله سینګارونکې ده چې له طالبانو غواړې په خپله دغه پریکړه له سره کتنه وکړي. هغې وویل: «زما ټول فعالیتونه د شرعیت له حکمونو سره سم ول او حتی حاضره یم چې د کار پرمهال د امر بالمعروف ټول دستورونه مراعت کړم، تردې ډېر د ښځو په حق کې ظلم نه کوي او هغوی ته ژوند دوزخ نه ګرځوي.»

تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د یوې اطلاعیې په صادرولو سره له ټولو ښځینه سینګارتونونو غوښتي ول چې مراجعین یې باید له سینګار وړاندې اودسونه ولري او هغه مواد دې نه کاروي چې له امله یې اودس ماتیږي. خو د دغه امر په رعایتولو سره هم اوس پریکړه شوې چې ښځینه سینګارتونونه وتړل شي.

د دغه وزارت ویاند ونه غوښتل چې په دې اړه دویچه ویله ته معلومات ورکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب