1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په اروپا کې جګړه؛ افغانستان او افغانان هېر شوي»

۱۴۰۲ فروردین ۲۵, جمعه

د اروپا پارلمان یوې غړي په اوکراين کي د جګړې له پیل سره د افغان مېرمنو پر هېرولو انتقاد کړی دی. چین هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو د توند سیاست له امله اندېښنه ښوولې ده.

د اروپا پارلمان غړې ایرنسټ کارنیلیا
د اروپا پارلمان غړې ایرنسټ کارنیلیاانځور: picture-alliance/dpa

د اروپا پارلمان غړې ایرنسټ کارنیلیا ویلي دي چې، په اروپا کې د جګړې له پيل سره سم د افغانستان د خلکو دردونه او کړاوونه هیر شول. هغې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یوې غونډي ته وویل: «نړۍ د افغانستان ښځې او نجونې پرېښي دي.»

د افغانستان په تړاو دا غونډه د اروپا پارلمان رابللې وه. اغلې ارنسټ په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «نړۍ باید د افغانستان خلک هیر نه کړي.»

د افغانستان بشري وضعیت او کډوالۍ په اړه د اروپا پارلمان د دې غونډي په اړه د اروپا پارلمان کیڼ اړخو په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «موږ باید واورو چې هلته څه پيښیږي، ترڅو موږ د خلکو په غوره ملاتړ وتوانیږو.»

هاخوا چین د افغان میرمنو پرضد د طالبان سختدریځۍ اندېښمن کړی. د چین رسمي خبري آژانس د رپوټ له مخې، د هغه هيواد د بهرنیو چارو وزیر کین ګانګ ویلي دي چې هېواد یې د ښځو په اړه د طالبانو سخت سیاست له امله اندېښمن دی.

د چین بهرنیو چارو وزیر کین ګینګانځور: Suo Takekuma/Pool via REUTERS

کینګ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي: «چین او نور ګاوڼدي هيوادونه د طالبانو د وروستیو سیاستونو، تدبیرونو او د افغان مېرمنو پر بنسټیزو حقونو د هغوی د اغیزو له امله اندېښمن دي.»

د اروپا پارلمان، چین او ځينو نورو هيوادونو اندېښنې په داسې مهال دي چې طالبانو تازه په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب