1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ماشومانو د زده کړې له پاره د ډنمارک او کوریا مرستې

۱۴۰۱ آبان ۷, شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق اعلان کړی چې ډنمارک او سویلي کوریا په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړې له پاره لس میلیونه ډالره مرسته کړې. د دغو پيسو یوه برخه به د نویو ټولګیو په رامنځته کولو ولګول شي

UNICEF United Nations Children's Fund  Afghanistan Flüchtlinge Kinder von Familien getrennt
انځور: Aref Karimi/DW

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د یوې مودې راهیسې د ماشومانو د زده کړې له پاره سیمه ایز روزنیز پروګرامونه په لاره اچولي دي. د جمعې په ورځ په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازو په تویتر کې لیکلي دي چې پنځه میلیونه ډالره سویلي کوریا او پنځه میلیونه ډالره د ډنمارک هیواد په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړې بهیر د پرمخ بیولو له پاره مرسته کړې ده.

یونیسف ویلي دي چې د نورو بنسټونو په همکارۍ هڅه کوي نجونو او هلکانو ته د سیمه ایزو زده کړو زمينه مساعده کړي. دغه بنسټ په خپل تویتر کې لیکلي دي چې د ښوونکو ملاتړ په افغانستان کې د زده کوونکو د ودې سبب کیږي.

د یونیسف په حواله دغه مالي مرستې به د ټولنې پر بنسټ تعلیمي پروګرام له لارې د نوو درسي صنفونو په رامنځته کولو ولګول شي. نوموړی بنسټ زیاتوي چې د ډنمارک هیواد پنځه میلیونه ډالره مرسته به د ۶۰۰ نویو ټولګیو په رامنځته کولو او د ۲۷۵ ښوونځیو چې عملاً فعاله دي له پاره ولګول شي.

اړوند: څلورسوه ورځې وشوې چې افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي دي

د یونیسف د شمیرو له مخې د ټولنې پر بنسټ تعلیمي پروګرام له لارې د ۳۸۹ زره ماشومانو چې ۶۰ سلنه یي نجوني دي، ملاتړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان (یونیسف) په داسې یو وخت کې د نویو درسي صنفونو د رامنځته کولو له پاره د مرستو راټولو هڅې روانې کړي دي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

طالبانو په افغانستان کې د واک تر نیولو وروسته راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منع کړي دي. د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو سربیره، طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستلو له پاره هیڅ اقدام نه دی کړی.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل