1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو ملاتړ اداره:د انساني قاچاق قربانيان باید ونه ایستل سي

۱۴۰۲ مرداد ۷, شنبه

په آلمان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ یوه سازمان ویلي چې قاچاقبران له مهاجرو ښځو سره ژمنه کوي چې په اروپا کې به په لوړو معاشونو سره ښه کار پیدا کړي، خو په حقیقت کې یو شمیر یې په اروپا کې فحشا ته اړ کیږي.

Bildgalerie Ursachen von Armut: Sexuelle Ausbeutung/Sklaverei
انځور: AP

د «سولوودي» یا «په کړکیچ کې د ښځو سره د پیوستون» په نوم د بشري حقونو یوه اداره وايي، د هغو ښځو لپاره چې د انساني قاچاق قرباني سوي او غواړي په جرمني کې چارواکو ته شکایت وکړي، اصلي هېواد یا غیر اروپايي ټولنې ته د اخراج خطر کموي.

دې سازمان په دې وروستیو کې د المان په کوبلینز ښار کې اعلان وکړ چې د انساني قاچاقبرانوپه لاس کې د دا ډول ښځو د راښکته کیدو خطر ډیر دی او له همدې امله باید د نورې ناوړه استفادې په وړاندې د هغوی ساتنه وسي. د سولوودي مشرې ماریا ډیکر وویل: «موږ د هغو ښځو لپاره د پناه غوښتنې سیسټم ته غیر محدود لاسرسی غواړو چې ممکن د انساني قاچاق قرباني سوي وي یا په یو ډول له تاوتریخوالي سره مخ سوي وي.»

نوموړي دا څرګندونې د جولای پر ۳۰مه د انساني قاچاق پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې سوې غونډې ته وکړې.

د اغلې ډیکر په وینا، د انساني قاچاق څخه د قربانیانو د ژغورلو لپاره، په اصلي هیوادونو کې باید د فقر سره مبارزه وسي. د هغه په ​​​​وینا، « رد کول او بیرته لیږل نسي کولی د هغه چا مخه ونیسي چې اروپا ته د دې خطرناک سفر څخه د فقر او بدبختۍ سره مخ کیږي.»

د ښځو د حقونو دغه سازمان اعلان کړی چې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۳۵۰ کسان چې د انساني قاچاق قرباني سوي دي، سولودي ته راغلي دي. په دې اساس، ډیری دا میرمنې یې د نایجیریا هیواد څخه دي.

یوه ځوانه نجلۍ د کورني تاوتریخوالي قربانيانځور: picture-alliance/Photoshot

قاچاق وړونکي دوی ته په اروپا کې د ښه معاش ورکولو وعده ورکوي، د بیلګې په توګه د کور ساتنه یا د ماشومانو پالنه. خو په حقیقت کېځینې یې په اروپا کې فحشا ته اړ ایستل سوي دي. د سولودي سازمان په وینا، کوچنيان یې هم د انساني قاچاق قربانيان دي.

سولوودي یوه نړیواله موسسه ده چې د بشري حقونو ملاتړ کوي او د ښځو سره مرسته کوي، چې مرکزي دفتر یې د آلمان په کوبلینز ښار کې دی. دا سازمان په ۱۹۸۵ م کال کې د ښځو د حقونو مدافع او کاتولیک مشر لی ایکرمن لخوا تاسیس سوی دي. سولودي هغو ښځو او ماشومانو ته مشوره او ملاتړ کوي چې دانساني قاچاق، فحاشۍ، اجباري ودونو او کورني تاوتریخوالي قربانیان دي.

ص.ز/ن.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب