د ژوغورونکي عملې ځايي کارکوونکي ویلي دي چي د پیښي علت پر اتو تنو کارکوونکو باندي د غره د یوې ستري ډبري رالویدل وو.
په پاکستان کي په کانونو کي کار د امنیتي نیمګړتیاوو او ناوړه کاري شرایطو له امله د خطرناکو کارونو څخه شمیرل کیږي. په کانونو کي ناوړه او وژونکي پیښې تر ټولو د مخه ددغه هیواد په جنوب او جنوب لویدیځ کي رامنځته کیږي.
PG/NZ/AG
مالگه په خوړو کې تر ټولو زیاته استعماليږي. پاکستان د معدني مالگي له اړخه یو بډای هیواد شمیرل کیږي. په دغه انځوريز راپور کې د مالگې بېلابېل کانونه ښوول شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Omer Saleemپه پاکستان کې د معدني مالگې ډیري ارتي زیرمي شته. د پاکستان د «کهیوړه» کان تر ټولو ارت او په نړۍ د مالگي دوهم لوی کان دی. دغه کان تر۳۰۰ کیلومترو زیاتي ساحې باندي خپور دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Omer Saleemپه پاکستان کې د مالگي په کانونو کي د جهلم د سیمې د کهیوړه، د میانوالي د سیمې د کالاباغ او د خیبر پښتونخوا د سیمې کرک د بهادرخیلو د مالگي کانونه ډیر مشهوره دي. په دغو سیمو کې له موجودو غرونو څخه د ښې درجې مالگه تر لاسه کیږي.
انځور: DW/Danish Baberد خیبر پښتونخوان د کرک سیمې د بهادر خیلو د مالگې له کان څخه تر لاسه کیدونکې مالگه ۹۸ سلنه خالصه ده. له دغي سیمې څخه، خړه او توره مالگه هم تر لاسه کیږي.
انځور: DW/Danish Baberد بهادرخیل په نوم مشهور په کرک سیمه کې له دغو کانونه څخه اوس هم په پخوانۍ طریقه مالگه تر لاسه کیږي. د سیمي د خلکو په آند د باروتو او چاودونو په واسطه نه یوازي ډیره مالگه ضایع کیږي، بلکي د مالگي د ککړتيا او د هغې د خرابیدو امکان هم زیات وي.
انځور: DW/Danish Baberد پاکستان د معدني منرالو پراختیایي شرکت، د وینا له مخې له دغو کانونو څخه ترلاسه شوې مالگه په منظمه توگه معاینه کیږي او وخت په وخت د هغې نمونې لابراتوار ته د معلومولو له پاره استول کیږي.
انځور: DW/Danish Baberله تیرو ۴۵ کلونو راهیسې د مالگې په کان کې د عنایت الله خټک په نوم یو تن وایي، چې د میاشتې په اووه زره کالدارې مزدوري کوي. په اصل کې دغه کان د دوی د قبیلي ملکیت دی، خو اوس یې کنترول له حکومت سره دی. حکومت دغو خلکو ته د ۲۵ سلنې برخې په ورکولو مکلف دی.
انځور: DW/Danish Baberدا چې په د کرک په سیمه کې د ډیر خلکو دار او مدار د مالگې پر کانونو دی، نو په دغه ځای کې په لسونو ژرندي هم شته، چې پکښې مالگه میده کیږي.
انځور: DW/Danish Baberد مالگي د میده کولو ژرندو یا کارخانو ته له بهادر خیل او نورو سیمو څخه د مالگي غتي او کوچنۍ ډبري د بېلابېلو نقليه وسایطو په واسطه راوړل کیږي. تر هغه وروسته بیا ماتيږي، څو ماشین ته برابري شي. په دغو فابریکو کې د لویانو تر څنگ ماشومان هم کار کوي.
انځور: DW/Danish Baberتر میده کولو وروسته دغه مالگه په مختلفو اندازو بوجیو کې اچول کیږي. د فابریکو د خاوندانو په وینا ورځ تر بلې د مالگې په کارو بار کې کمښت راځي. د هغوی په وینا دا ځکه چې اوس خلک هغه مالگه استعمالوي چې ایوډین پکښې وي او وایې چي له دوی سره دومره وسایل نه شته چې له هغوی سره مقابله وکړي.
انځور: DW/Danish Baberارشاد خټک، وایي چې دی له ډیره وخت راهیسي د مالگي کار و بار کوي. د هغه په وینا تر نیکه وروسته یې پلار هم د مالگې په کان کې کار کاوه. خو هغه په دې آند دی چې د آسانتیاوو د نه موجودیت له کبله د دوی د سیمې دغه قیمتي زیرمې ضایع کیږي.
انځور: DW/Danish Baberله بهادر خیلو څخه ترلاسه کیدونکي مالگه نه یوازي په پاکستان کې دننه، بلکي افغانستان، مالیزیا او یو شمیر نورو هیوادونو ته هم استول کیږي.
انځور: DW/Danish Baberد بهارد خیل د مالگې د کان طبعي مناظر هم د خلکو د لیوالتیا سبب گرځي. دغه کان چې د ډیره اسماعیل خان او کراچۍ تر منځ پر عمومي سړک پروت دی، نو له دغه سیمې څخه تیریدونکي ځیني کسان په دغه ځای کې د لږ وخت له پارم تم کیږي.
انځور: DW/Danish Baberکه څه هم د کرک د سیمې د بهادرخیلو کان د کهیوړه د کان په شان د حکومت پام ځان ته رااړولی نه دی، خو د دغه ځای د لاسي کاریگرو په واسطه له مالگي څخه ځیني جوړ شوي زينتي شان هم ډیر په زړه پوري دي.
انځور: DW/Danish Baber