1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د واکسين په برخه کې د ميلیونو ډالرو مرسته

۱۳۹۹ اسفند ۲۹, جمعه

نړيوال بانک اعلان کړی دی چې له افغانستان، بنګله ديش او نيپال سره به د ميليونو ډالرو مرسته وکړي، څو خپل وګړي د کرونا پر ضد واکسين کړي.

Coronavirus l Impstoffdosis AstraZeneca
انځور: Yves Herman/REUTERS

د نړيوال بانک له خوا د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۱۸ مه نیټه) ويل شوي چې افغانستان به ۱۱۳ ميليونه ډالر ترلاسه کړي چې په دې کې به د «نړيوالې پراخيتايي ټولنې» له خوا ورکړل شوي ۶۰ ميليونه ډالر هم شامل وي.

نړيواله پراختيايي ټولنه يا آي دي ای د نړۍ بې وزلو هيوادونو ته د پور ورکوونکو نيويارک ميشته ډلو څخه يوه ده چې د نړۍ له بې وزلو هيوادونو سره مرسته کوي څو د کوويد – ۱۹ ضد واکسين په خوندي او اغیزمنه توګه تطبيق شي.

د نړيوال بانک د افغانستان د برخې مشر هینري کیرالي وويل: «نړيوال بانک له افغان چارواکو او پراختيايي شریکانو سره جوخته همکاري درلودله څو د کرونا ویروس سره اغیزمن چلن وشي او د ټيستونو او درملنې شرائط ورته برابر شي او د دغه هېواد روغتيايي سيسټم پياوړی شي.»

نوموړي زياته کړه: «دا اضافي مالي مرسته په ميليونو افغانانو ته پر وخت او په سمه او مساوي توګه د واکسينو د رسولو په برخه کې يو ستر ګام دی.»

اړونده موضوع: چین افغانستان ته د کرونا ۴۰۰ زره واکسینونه ورکوي

بسپنه ورکوونکې ډلې ويلي چې د مالي بستې موخه داده چې ۱۷ سلنه افغانانو ته د کرونا واکسين تطبيق شي او د کرونا وبا د پايلو سره د مبارزې په برخه کې له دغه هيواد سره مرسته وشي.

نړيوال بانک د «آي ډي ای» له لارې د بنګله ديش له پاره ۵۰۰ ميليونه ډالر او د نيپال له پاره ۷۵ میليونه ډالر منظور کړي دي.

د نړيوال بانک په اعلاميه کې ويل شوي: «پر مالي مرسته سربیره، نړيوال بانک د جنوبي آسيا د بېلا بېلو هېوادونو له پاره د واکسين د عادلانه او مساوي تګلارو د طرحه کولو او د واکسين د تطبيق له پاره تخنيکي مرسته او ورکشاپونه هم عملي کوي.»

افغانستان، بنګه ديش او نيپال د کورني ناخالص توليد پر اساس د آسيا تر ټولو بې وزل هېوادونه دي.

په ټوله کې نړيوال بانک پراختيايي هيوادونو ته د کرونا ضد واکسين د ويش او د ټيسټونو او درملنې په موخه ۱۲ ميليارده يورو ځانګړې کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب