1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جې۷ دي په فقيرو هيوادونو کي د واکسیناسیون پيسې ورکړي

۱۴۰۰ خرداد ۱۷, دوشنبه

په نړۍ کې سلو پخواني جمهور رئيسانو، لومړي وزيرانو او د بهرنیو چارو وزيرانو له جي ۷ څخه غوښتي دي، چې په فقيرو هيوادونو کې دې د واکسیناسيون لګښت پر غاړه واخلي.

Symbolbilder COVID-19-Vektor-Impfstoff
انځور: K. Schmitt/Fotostand/picture alliance

د بريتانيا پخواني لومړي وزيران توني بيلر او ګوردون براون، د ملګرو ملتونو پخوانې عمومي منشي بانکي مون او د افريقا ۱۵ پخوانيو رهبرانو په دغه غوښتن ليک کي امضا کړې ده چې د نړۍ د سلو پخوانيو رهبرانو له خوا خپره شوې ده.

هغوی په دغه غوښتنليک کې له جي ۷ څخه غوښتنه کړي چې په فقيرو هيوادونو کي د کرونا پر ضد واکسیناسیون لګښتونه دې پر غاړه واخلي. 

د دغو سلو کسانو غوښتن ليک، د جي ۷ غوندې جوړيدلو په درشل کې خپريږې چې په پام کې ده د جون مياشتي له ۱۱ ـ ۱۳ پورې د بريتانيا په کوربه توب جوړه شي.

د آلمان صدراعظمه انګلا ميرکل د امريکا جمهور رئيس جوبايدن او دغه راز د بريتانيا، فرانسي، ايټاليا، کانادا او جاپان مشران به په دغه غونډه کي ګډون وکړي.

د نړۍ دغه پخوانيو رهبرانو په خپل ليک کي واضح کړې ده: «د کرونا د موجود واکسين په برخه کې له متوسط عايد لرونکو هيوادونو سره د جې ۷ او جې ۲۰ هیوادونو ملاتړ، اعانه نه ده، بلکې د ټولو غړيو هيوادونو د ګډو ګټو په لار کې به هم غږي هم وي.«

د هغوی په خبره جې ۷ بايد په ټوله نړۍ کې د کرونا خپريدلو د مخنيوي له پاره، په دوو کلونو کي په ټوليزه توګه ۶۰ ميليارده ډالره ځانګړي کړي.

د بريتانيا پخوانی لومړی وزير گوردن براون چې د دغه ګډ ليک له امضا کوونکو څخه دی وويل: «د دغه لگښت منل د خير ښيګڼې عمل نه، بلکې له کرونا ويروس څخه د ځان ساتني او په يوه بله بڼه د دغه ويروس د بيا راگرځېدو د مخنيوي له پاره دی.«

هغه زیاته کړه: دغه  لګښت په بريتانیا کې په اونۍ کې د هر اوسیدونکي پر سر ۳۰پنسه راځي چې دغه ډېر لږ مصرف به بيا په نړۍ کې د روغتيا تر ټولو ښه بيمه وي.«

د نړۍ د سلو رهبرانو دغه غوښتنه د ماشومانو د مرستي خيريه صندوق له نظر پوښتنې سره يو ځای خپريږي.

دغه نظر پوښتنه ښيې چې د جې ۷ له خوا په نړۍ کې د کرونا واکسیناسیون لګښتونو ورکول، په امريکا، بريتانيا،آلمان او فرانسه کي د خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخه من دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل