1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د نړۍ مشرانو د جیمي کارتر د میراث ستاېنه وکړه

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ دی ۱۰, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس جیمي کارتر د ۱۰۰ کلنۍ په عمر مړ شو. نوموړي په هغه وخت کې امریکا رهبرې کړه چې نړۍ د سړۍ جګړې او د نفتو بازارونو په کړکیچونو کې ښکیل وه.

د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارتر
کارتر په داسې یوه وخت کې د امریکا مشري کوله چې نړۍ د سړې جګړې، د تیلو بې ثباته بازارونو، توکمیز تبعیض او د امریکا نړیوال نقش په څیر کړکیچونو شاهده وه.انځور: Dennis Van Tine/STAR MAX/IPx/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر جیمي کارتر د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۴کال د ډسمبر میاشتې ۲۹) د جورجیا ایالت په کوچني ښار پلینز کې په خپل کور کې ومړ. نوموړي په داسې یوه وخت کې د امریکا مشري کوله چې نړۍ د سړې جګړې، د تیلو بې ثباته بازارونو، توکمیز تبعیض او د امریکا نړیوال نقش په څیر کړکیچونو شاهده وه.

د المان صدراعظم، کارتر«د دیموکراسۍ له پاره مبارز» وباله

د المان صدراعظم اولاف شولڅ، وایي چې متحده ایالاتو «دیموکراسۍ ته یو ژمن مبارز» له لاسه ورکړ. شولڅ، په ایکس شبکه کې لیکلي: «موږ له خپلو امریکایي دوستانو سره ځان د دوی د پخواني ولسمشر د له لاسه ورکولو په غم کې شریک بولو.»

د المان صدراعظم زیاته کړه: «نړۍ په منځني ختیځ کې د بشري حقونو او سولې له پاره یو ستر منځګړی له لاسه ورکړی دی.»

بایډن د جنورۍ نهمه د ملي ماتم ورځ اعلان کړه

د امریکا ولسمشر جو بایډن، د کارتر د مړينې په مناسبت د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ نهمه نېټه د ملي ماتم ورځ اعلان کړه.

بایډن په خپله اعلامیه کې وویل: «زه د امریکا له خلکو غواړم چې په دغه ورځ په عبادتځایونو کې را ټول شي او هلته د امریکا ولسمشر جیمز ارل کارتر جونیور، ته درناوی وکړي. زه د نړۍ خلکو ته چې زموږ په دې غم کې شریک دي بلنه ورکوم، څو په دغو شاندارو مراسمو کې زموږ سره ګډون وکړي.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن امر کړی دی چې د سپینې ماڼۍ، ټولو عمومي ودانیو او له هیواده بهر سفارتخانو دپاسه د متحده ایالاتو بیرغ دې د ۳۰ ورځو له پاره نیمه ځوړ حالت ته راوستل شي.

د کارتر د مړينې په مناسبت د بایډن تلویزوني وینا

جو بایډن، د یکشنبې په ورځ په خپله تلویزوني وینا کې د جیمي کارتر پر مړينې ویر وکړ او ویې ویل: «د کارتر ژوند په کلیماتو نه، بلکې پر اعمالو د انداز کولو وړ دی.»

بایډن ټینګار وکړ چې نړۍ «یو فوق العاده رهبر» له لاسه ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر وویل: «یوازې د هغه ژوند او کار ته وګورئ. هغه نه یوازې په امریکا، بلکې ټوله نړۍ کې د مرضونو د ریښې وچولو هڅه کړې.»

بایډن وویل: «نوموړي سوله، مدني او بشري حقونه پياوړې کړل او آزاد او عادلانه انتخابات یي په ټوله نړۍ کې ترویج کړل. نوموړي په خپل لاس بې کوره کسانو ته سرپناه جوړه کړه.»

اوباما کارتر ته د درناوی مراتب وړاندې کړل

له دیموکرات ګوند څخه د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما، د جیمي کارتر د ویر په مراسمو کې د متحده ایالاتو له پخوانیو ولسمشرانو سره یوځای شو.

اوباما د کارتر په هکله وویل: «هغه موږ ټولو ته وښودله چې له مهربانۍ سرشاره ژوند، عزت، عدالت او خدمت څه شی دی.»

اوباما وویل: «زه او میرمنه مې میشل د کارتر کورنۍ او ټولو هغو کسانو ته چې له دغه ستر شخصیت سره یې مینه درلوده تسلیت وایو.»

د نړۍ رهبري د کارتر د میراث هرکلی کوي

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د کارتر ستاېنه وکړه او هغه یې د اسیب پزیره قشر مدافع وباله چې د سولې له پاره یې هلې ځلې کولې.

مکرون په ایکس ټولنیزه شبکه کې وویل: «جیمي کارتر په خپل ژوند کې د زیانمنونکو کسانو د حقونو یو ثابت قدمه مدافع و او د سولې له پاره یې نه ستړې کیدونکې مبارزه کړې ده.»

د فرانسې ولسمشر وویل: «فرانسه د کارتر کورنۍ او د امریکا خلکو ته د زړه له کومي تسلیت وړاندې کوي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب