1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

المان: پولیسو د یوې ۵۵ کلنې ښځې شکمن قاتل نیولی دی

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس| د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۲۳, جمعه

د پولیسو په وینا په راینلنډ- فالڅ ایالت کې یوه ۱۹ کلن ځوان چې د یوې ښځې په وژنې تورن دی، تیره شپه د باد کروېزنخ په سیمه کې د لوول باخ بسونو په تمځای کې نیول شوی دی. مخکې تر دې په دغه کس پسې جدي لټون روان و.

یو المانی پولیس د خپل موټر مخته ولاړ دی
د نیول شوي شکمن قاتل په اړه نور جزویات نه دي ورکړل شوي انځور: Karl-Josef Hildenbrand/dpa/picture alliance

د المان د پولیسو په وینا دغه شکمنه پيښه د پنجشنبې (د جون میاشتې ۱۲ نیټه) په ماښام د ډونرزبیرګ کراېز سیمې په اونکینباخ کې رامنځته شوې وه. وروسته ځانګړو ځواکونو او د پولیسو یوې چورلکې دغه شکمن کس پسې لټون پیل کړی و.

د پنجشنبې په ماښام خلکو ته خبرداری ورکړی شوی و چې له دغه شکمن کس څخه ځان لیرې وساتي، ځکه کیدای شي هغه په وسله سمبال وي او رواني وضعیت یې هم ښه نه دی.

همدارنګه د پولیسو په اعلامیه کې زیاته شوې وه «لطفاً په ټولنیزو رسنیو کې د ممکنه ناسمو معلوماتو له خپرولو ډډه وکړئ.»

د یوې تلیفوني اطلاع وروسته دغه شکمن کس د شپې ناوخته ونیول شو. د پولیسو په وینا دغه ۱۹ کلن ځوان د نیول کیدو پر مهال د پولیسو پر وړاندې هیڅ ډول مقاومت نه و کړی. ټاکل شوې ده چې نوموړی به د جمعې په ورځ قاضي ته د پوښتنو له پاره وړاندې شي.

د پولیسو یوه ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې وژل شوې ۵۵ کلنه ښځه د اونکنباخ په سیمه کې وژل شوې او شکمن قاتل یې د لوول باخ په سیمه کې یعنې د پيښې له ځای څخه شاوخوا ۱۷ کیلومتره لیري نیول شوی دی.

د پولیسو په وینا تحقیقات تر اوسه پورې په لومړي پړاو کې قرار لري، نو له دې امله د پیښې په تړاو نور جزئیات نه شي ورکولی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب