عمان د هغو هيوادنو په سر کي راځي چي د خپلو ملي عوايدو ډيره برخه ئې پر پوځي مصارفو لگولې ده. عمان تیر کال ۶،۷ میلیارده ډالره پر پوځي مصارفو لګولي دي چې دا یي د جي ډي پي یا ملي ناخالص تولید ۸،۸ سلنه برخه ده. د مجموعي لګښت پر اساس عمان په نړۍ کې ۳۱ ځای لري.
انځور: picture-alliance/dpa
سعودي عربستان
سعودي عربستان د خپل ملي ناخالص تولید ۸ سلنه پر دفاعي بودیجې لګوي. دغه هیواد په ۲۰۱۹م کال کې پر پوځي او دفاعي وسایلو ۶۱،۹ میلیارده ډالره مصرف کړي دي چې د پوځي مصارفو له پلوه سعودي عربستان په نړۍ کې پنځم مقام ترلاسه کړی دی.
انځور: Reuters/J. Ernst
الجزایر
شمالي افریقایي هیواد الجزایر تیرکال ۱۰،۳۰ میلیارده ډالره پر پوځ او وسلو مصرف کړي دي چې دا د دې هیواد ملي ناخالص تولید یا جي ډي پي ۶ سلنه کیږي. د پوځي مصارفو له پلوه الجزایر په نړۍ کې ۲۳ ځای نیولی.
انځور: picture-alliance/AP
کویت په دریم مقام کې مقام کې ځای نیولی
دغه هیواد د خپل ملي ناخالص تولید ۵،۶ سلنه پر پوځي او دفاعي برخه مصرفوي. کویت تیرکال ۷،۷ میلیارده ډالره په پوځي برخه لګولي دي او په دې ترتیب سره يې په نړیواله کچه ۲۶ ځای ترلاسه کړی دی.
انځور: picture-alliance/ZumaPress/U.S. Marines
اسرائیل
تیرکال د اسرائیل پوځي مصارف ۲۰،۵ میلیارده ډالره ول، او په دې برخه کې د ډیرو پيسو مصرفونکو هیوادونو په کتار کې يي ۱۵ مقام ترلاسه کړی دی. اسرائیل د خپل ملي ناخالص تولید ۵،۳ سلنه پر پوځ مصرف کړي دي او په دې حساب یي پنځم مقام ترلاسه کړی دی.
سربیره پر دې قطر هم له آلمان څخه د ۳۰۵ میلیونه یورو په ارزښت جنګي وسایل ترلاسه کړي دي. متحده عربي اماراتو هم په ۲۰۲۰م کال له آلمان څخه له ۵۱ میلیونه یورو د ډیرو پيسو په ارزښت وسلې پيرلي دي. د ترکیې او کویت هیوادونو هم هر یوه یي تر ۲۰ میلیونه یورو د ډیرو په ارزښت له آلمان څخه وسلې ترلاسه کړي دي. بحرین او اردن هم د آلمان د وسلو له صادراتو څخه بی برخې نه دي پاتې شوي.
د جګړې د دوام سربیره د آلمان د وسلو صادرات
د آلمان خبري آژانس د خپل رپوټ په دوام لیکلي دي چې یادو هیوادونو لږ تر لږه د منځني ختیځ د بحران په یوه مرکز، یعنې لیبیا او یمن کې پوځي حضور درلود.
د بیلګې په توګه د مصر، متحده عربي امارات، کویت، اردن او بحرین هیوادونه د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف په چوکاټ کې د یمن په جګړه کې حضور لري. بل لور ته په یمن کې حوثي یاغیان بیا د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي.
په لیبیا هم ترکیه او قطر عملاً په طرابلس کې د فایز السراج ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې مصر او امارات د دې هیواد په کورنۍ جګړه کې د خلیفه حفتر ترڅنګ ولاړ دي.
په ۲۰۱۸ م کال کې د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند د فشار په نتیجه کې د یمن په جګړه کې ښکیلو هیوادونو ته د وسلو د صادراتو په برخه کې محدودیتونه وضع شوي وو. دا په داسې حال کې ده چې د وسلو د صادراتو بندول یوازې د سعودي عربستان هیواد په برخه کې عملي شول او د دې سیمې نورو هیوادونو ته د آلماني وسلو پلور عملاً دوام پيدا کړ.
آلمان په ۲۰۱۹م کال کې له ۸ میلیارده د ډیرو یورو په ارزښت د جنګي وسلو او تجهیزاتو په پلورلو سره د وسلو په صادراتو کې یو نوی ریکارډ جوړ کړ، خو په ۲۰۲۰م کال کې د آلمان د وسلو صادرات ۵ میلیارده او ۶۳۵ میلیونو یورو ته را ټیټ شول.