اسلام باچا د پښتونخوا د خیبر سیمې یو ځوان دی، چې هغه افغان ماشومان د پښتونخوا تر روغتونونو رسوي، چې افغان مور او پلار یې د پاکستان وېزې ونه لري. دی دغه ماشومان له تورخمه تر پېښوره رسوي او هلته یې په روغتونونو کې تر هغه درملنه کوي، چې رغېدلي نه وي. له نوموړي سره زموږ همکار خدای نور ناصر خبري کړې دي او دا رپوټ یې پرې جوړ کړی دی.