آلمان: د ځوانانو مسافرخانې افغان کډوالو ته دروازې پرانيزي
۱۴۰۰ مهر ۲, جمعهپه خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي دي چې ۱۴ آيالتي اتحاديې به يې د کډوالو د اړونده ادارو سره په تماس کې وي. په هېسن آيالت کې اوس لا په سلګونو خلک په پنځو مسافرخانو کې ځای پر ځای شوي دي. په ټول آلمان کې له نورو دغه شان مسافرخانو څخه هم غوښتنه شوې ده چې کډوالو ته ځای ورکړي.
د دغې اتحاديې اجرائيوي مشر، يوليان شميڅ، ويلي دي چې »دغه ګام په بحراني سيمو کې بشري وضعيت ته په کتو سره پورته کيږي، ځکه چې د ځوانانو مسافر خانې د خپل درک له مخې غواړي هغه ځای مرسته وکړي چې د ټولنيز ګډ ژوند او د ولسونو تر منځ د تفاهم له مخې ورته اړتيا وي.«
د هغه په خبره په ۲۰۱۵م کال کې لا په آلمان کې د کډوالو د وضعيت له کبله دغې اتحاديې سمدلاسه د ملاتړ وړانديز کړی وو. په دغه اتحاديه کې ۴۵۰ مسافرخانې غړيتوب لري چې تقريبا ۷۰ زره کټونه يا بستره لري. د کرونا پانديمۍ له کبله دغه هوټلونه اوس ډېر ظرفيت لري ځکه چې په تېره د ښوونځيو شاګردان د وبا له کبله په دغو مسافرخانو کې شپې نه تېروي.
آژانسونه/ن ص/ن ز