1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ډېر مهاجر پر سرحدونو جواب کړي دي

۱۴۰۳ شهریور ۱۹, دوشنبه

په آلمان کې د کډوالۍ او پناه غوښتنې موضوع د آلمان د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ توده شوې ده. د ۲۰۲۴م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شمیرې ښيي چې د آلمان فدرالي پولیسو د دغه هیواد له پولو ګڼ شمیر کډوالو بیرته لیږلي دي.

د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، آلمان ته په مجموعي ډول ۴۲ زره او ۳۰۷ د ناقانونه داخلیدو پیښې ثبت شوي دي
آلمان د ۲۰۲۴م کال په ترڅ کې تر پخوا لا ډیر کډوال له خپلو پولو بیرته جواب کړي دي. انځور: Oliver Boehmer/picture alliance

د آلمان فدرالي پولیسو ویلي دي چې د ۲۰۲۴م کال له نیمايي څخه تر اوسه پورې یې آلمان ته د ډېرو داسې کسانو د داخلیدو مخنیوی کړی دی چې غوښتل یې په ناقانونه توګه داخل شي. د دغه راز پیښو شمیر د تیر کال په پرتله ډیر زیاتوالی ښيي.

د «دویچه څایتونګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، د آلمان فدرالي پولیسو په آلمان کې د ۲۰۲۳م کال په ترڅ کې په ناقانونه توګه آلمان ته د داخلیدونکو کسانو له جملې ۲۸ سلنه یې بیرته د آلمان ګاونډيو هیوادونو ته استولي دي.

د رپوټونو له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، آلمان ته په مجموعي ډول ۴۲ زره او ۳۰۷ د ناقانونه داخلیدو پیښې ثبت شوي دي چې له دې ډلې ۲۱ زره او ۶۶۱ کسان بیرته د آلمان له پولو ګاونډیو هیوادونو ته لیږل شوي دي. ویل کیږي چې د تیر میلادي کال په ترڅ کې بیا په مجموعي ډول آلمان ته د ناقانونه داخلیدو ۱۲۷ زره او ۵۴۹ پیښې ثبت شوې وې چې له دې ډلې یې بیا ۳۵ زره او ۶۱۸ کسان بیرته ګاونډیو هیوادونو ته استول شوي ول.

د رپوټو له مخې دغه راز پیښې تر ډیره پورې د پولنډ او چیک جمهوريت هیوادونو سره پر پوله ډیرې ثبت شوي دي. سربیره پر دې، ویل کیږي چې د هغو کسانو شمیر هم په بې ساري ډول ټیټ شوی دی چې د آلمان په پولو کې یې په دغه هیواد کې د پناهندګۍ  درخواست جمع کړی.

د تیر میلادي کال په ترڅ کې د آلمان په پولو کې د ټولو ناقانونه داخلیدونکو کسانو له ډلې شاوخوا ۴۵ سلنو یې پر پوله د پناه غوښتنه کړې وه، خو د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ نیمايي کې بیا دغه شمیر ۲۳ سلنه ښوول شوی دی.

په آلمان کې د کیڼ اړخو له ګوند څخه، کلارا بونګر وايي چې «تر هغو پورې چې د المان فدرال حکومت دا روښانه نه کړي چې له آلمان سره پر پوله باندې د پناه غوښتنې درخواست وشي او که نه، زه فکر کوم چې د پناه غوښتنې درخواستونه به له پامه غورځول کیږي ترڅو وکولی شي هغوی [پناه غوښتونکي] رد کړل شي. که نه نو، د شمیرو د دغه کمښت بلل دلیل نه شي موندل کیدی.»

د ۲۰۱۵م کال راهيسي، د آلمان او اتریش پر پوله ثابت کنترول لا هم ادامه لري. هغه کسان چې آلمان ته د داخلیدو اجازه ونه لري او یا هغه کسان چې پر پوله د پناه غوښتنې درخواست نه کوي، کیدی شي بیرته ګاونډي هیواد ته ولیږل شي.

په ورته وخت کې ديموکرات مسیحي او د بایرن سوسیال مسحي ګوندونه د هغو کسانو د بیرته لیږلو غوښتنه کوي  چې «د اروپايي ټولنې او یا د شینګن حوزې» په یوه بل هیواد کې یې د پناه غوښتنه کړې وي.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

32:06

This browser does not support the video element.

خ.ح / ن. ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل