د آلمان د شمالکالدن ښاروالۍ ويلي دي چې ظريفه غفاري ته د آلمان د لوتر ښارونو د »زړورې وينا« جايزه ورکول کيږي. په دې سره په افغانستان کې د دغې سياستوالې هلې ځلې ستايل کيږي.
دغه جايزه به د ۲۰۲۳م کال د اپريل مياشتي پر ۱۵مه په شمالکالدن کې هغې ته ورکول کيږي. د شمالکالدن ښارول، توماس کامينسکي وويل چې د پرېکړې دليل دا دی چې غفاري »زموږ څخه یوه« ده.ملګرو ملتونو په کابل کې د طالبانو له خوا د فعالو ښځو نیولو ته غبرګون وښود
دغه ۳۰ کلنه ښځه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱م کلونو ترمنځ د ميدان وردګ ولايت د ميدان ښار ښارواله وه. د تقرر په ورځ يې آن وسله والو کسانو ښاروالۍ ته د تللو لاره تړلې وه.
په ۲۰۱۹م کال کې يې د ښاروالۍ چارې پر غاړه واخيستلې، خو د امنيتي دلايلو له مخې يې په کابل کې ژوند کاوه چې له ميدان ښار څخه ۴۰ کيلومتره لېرې پروت دی. ويل کيږي چې د ښارولې په توګه يې په خپل ښار کې د ښځو د حقونو له پاره مبارزه کوله او د ښځو يو بازار يې په ميدان ښار کې پرانيستی وو چې له دې لارې ښځو ځان ته کار پيدا کړ.امريکايي ديپلوماته: طالبان دې میرمن يعقوبی له توقیف څخه آزاده کړي
د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د طالبانو په واکمنېدو سره بيا دغه رغوونکي کارونه ودرېدل او اقتصادپوهه غفاري مجبوره وه چې د کمینسکي په خبره آلمان ته پناه راوړي.
د »زړورې وينا« په نوم جايزه په ۱۹۹۶م کال کې د لوتر د ۱۶ ښارونو له خوا رامنځ ته شوه. هغه د اصلاح کوونکي مارتين لوتر په ياد ورکول کيږي چې له ۱۴۸۳ تر ۱۵۴۶م کال پورې يې ژوند کړی دی. دغه جايزه ۱۰ زره يورو هم له ځان سره لري چې په هرو دوو کلونو کې وېشل کيږي.
آ./ن.ص./ن.ز.
انځورنه: د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ، د افغانستان کلیوالې ښځې
هر کال د اکتوبر میاشتې ۱۵مه نیټه په نړۍ کې د کلیوالو ښځو د ورځ په توګه لمانځل کیږي. د دې کار هدف د کلیوالو ښځو او د کلیو د ټولنو د اقتصاد ملاتړ دی.
انځور: dpicture-alliance/AP Photo/M. Hossainiد انځورونو په دې البوم کې د بدخشان د یوه کلي د ښځو ژوند ته نظر اچوو. په دې کلي کې اوس هم کورنۍ په ډیرو لومړنیو امکاناتو ژوند کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossainiد افغانستان د غرونو په لمن کې داسې کورنۍ ژوند کوي چې ښځې په کې ډیر مهم نقش لوبوي. دا د بدخشان د واخان سیمې انځور دی.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/Mohammad Sharif Shayeqد کلیو ښځې د ماشومانو د ساتنې تر څنګ د دهقاني په څیر سخت کارونه هم کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini
picture-alliance/AP Photo/M. Hossainiد افغانستان په کلیو کې مالداري د ښځو یوه بله دنده ده. په دې انځور کې په واخان کې میرمنې په مالداري مصروفه دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossainiکه څه هم په افغانستان کې د نفوس دقیقې شمیرې په لاس کې نه شته، خو بیا هم ویل کیږې چې د دې هیواد د ښځو شمیر تر نارینه و ډیر دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossainiپه افغانستان کې ښځې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. دغه ستونزې پیا په کلیو کې تر ښارونو ډیرې دي. د بیلګې په توګه یو شمیر کورنۍ خپلو روڼو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي ته ولاړې شي. خو پر دې هر څه سربیره، افغان میرمنو په ورستیو وختونو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossainiپه افغانستان کې د واده قانوني سن ۱۸ کاله ټاکل شوی دی خو اوس هم ډیری نجونې تر دې په کښته عمر کې ودونو ته اړ کیږي. په کلیو کې د ماشومانو د ودونو پیښې د ښارونو په پرتله ډیرې لوړې دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossainiد افغانستان په کلیو کې اوس هم ډیر شمیر نارینه څو ښځې لري. دغه موضوع په ډیرو مواردو کې د ښځو د ژوند د خرابوالي لامل کیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossainiد افغان میرمنو یو له اصلي کارونو څخه د ډوډۍ پخول دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossainiکه څه هم افغانانو په وروستیو کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ د دوران په پرتله ډیر پرمختګ کړی دی، خو د کلیو د ښځو په ژوند کې ډیر بدلون نه دی رامنځ ته شوی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossainiد ښځو پر ژوند باندې د ناامنیو اغیزه
ښځې او ماشومان د افغانستان د جګړې تر ټولو اسیب پذیره قشرونه بلل کیږي. په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د ناامنیو زیاتیدل د دې سبب شوي دي چې د ښځو وروستۍ نسبي لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخامخ شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossainiپه وروستیو کلونو کې د افغان کلیوالو ښځو په ملاتړ یو شمیر پراخ پروګرامونه پلي شوي دي خو داسې ښکاري چې ښځو له دغو پروګرامونو څخه ډیره ګټه نه ده ترلاسه کړې.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/Mohammad Sharif Shayeq