1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بامف؛ المان کې سږ کال د پناه غوښتنه ۲۴ سلنه کمه شوې

۱۴۰۳ مهر ۱۵, یکشنبه

په آلمان کې د روان کال په ترڅ کې د پناه غوښتنې درخواستونه د پام وړ را کم شوي دي خو په لبنان او منځني ختیځ کې شخړو ته په کتو سره ښايي دغه وضعیت په شدت سره بدل شي. سږ کال آلمان کې د ټولو پناه غوښتونکو ۱۵ سلنه افغانان ول.

د شمیرو له مخې د ټولو پناه غوښتونکو له ډلې ۱۵ سلنه یې د افغانستان اتباع ول.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې اژانس ویلي چې په روان کال کې په آلمان کې د پناه غوښتنې درخواستونه د پام وړ کم شوي.انځور: Paul Zinken/dpa/picture alliance

د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې آژانس د روان میلادي کال د جنوري میاشتې نه د سپتمبر میاشتې تر وروستۍ نیټې پوري په آلمان  کې ۲۴ سلنه کم د پناه غوښتنې درخواستونه ثبت کړي دي. دغه شمیرې د «بیلډ ام زونتاګ» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې د شمیرو پر اساس خپرې کړی دی.

د پناه غوښتنې د درخواستونو دغه شمیرې چې د محرمو یا پټو معلوماتو په توګه هم درجه بندي شوي دي، د اروپايي اتحادیې د کمیسیون په ۴۳۰ ګڼه راپور کې د روان کال د اکتوبر میاشتې پر ۳مه نیټه، په دریم ګړیو هیوادونو کې د کډوالۍ د وضعیت  په هکله خپرې شوي دي.

د دغه رپوټ په حواله، په آلمان کې کابو هر دریم د پناه غوښتنې (۳۰ سلنه) درخواست د سوریايي وګړي دی. د افغانستان د اتباعو د پناه غوښتنې د درخواستونو کچه بیا ۱۵ سلنه او د ترکیې بیا ۱۳ سلنه ښوول شوې ده.

هغه ایټالوۍ چې د افغان او پاکستاني مهاجرو پر پښو ملهم ږدي

06:02

This browser does not support the video element.

آلمان د اروپايي ټولنې  د نورو هیوادونو په پرتله د ۱۷۰ زره او ۹۶ د پناه غوښتنې د درخواستونو په ترلاسه کولو سره، په دې ټولنه کې تر نورو هیوادونو مخکښ دی. تر دې وروسته هسپانیا کې ۱۲۲ زره او ۹۶ د پناه غوښتنې درخواستونه، ایټالیا کې ۱۱۷ زره ۴۲ او فرانسه کې بیا ۱۱۵ زره او ۶۵۲ د پناه غوښتنې درخواستونه ثبت شوي دي. په دې ډله کې تر ټولو کم د پناه غوښتنې درخواستونه په هنګري کې ۲۱، سلواکیا کې ۱۲۱ او لتوانیا کې ۲۸۴ دغه راز درخواستونه ثبت شوي دي.

د «بیلډ ام زونتاګ» په نامه د یادې آلمانۍ ورځپاڼې په حواله، د اروپايي ټولنې کمیسیون همدا راز په خپل محرمانه رپوټ کې له لبنان څخه د اروپا په لوري د مهاجرت د یوې بلې احتمالي څپې په هکله هم خبرداری ورکړی دی. په دغه رپوټ کې په اروپا کې د کډوالۍ د وضعیت په هکله راغلي: «په لبنان کې د ګڼ شمیر (شاوخوا یو نیم میلیون) سوریايي کډوالو د شتون او په دغه هیواد کې د بشري وضعیت د خرابیدو په دلیل له دغه هیواد څخه د تښتیدونکو کسانو شمیر لا پسې لوړ شي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب