1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: «آلمان ته بې اجازې راتګ ډېر زيات سوی دی»

۱۴۰۱ مهر ۹, شنبه

د آلمان يوې ورځپاڼي راپور خپور کړی دی چي دغه هيواد ته د داسي کسانو د داخلېدو موارد زيات سوي دي، چي پکښي اړينه اجازه نه لري.

په آلمان کي فدرالي پوليس د پولو د څار دنده هم په غاړه لري.
په آلمان کي فدرالي پوليس د پولو د څار دنده هم په غاړه لري.انځور: Boris Roessler/dpa/picture alliance

آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي په روان عيسوي کال کي و آلمان ته د غير اصولي راتګونو شمېر په ښکاره توګه زيات سوی دی. د آلمان په دوسلدورف کي چاپېدونکي ورځپاڼي «راينيشه پوست» د چارواکو په حواله راپور ورکړی دی چي فدرالي پوليسو د کال له پېل څخه بيا د سپتمبر تر ۲۸ نېټي پوري د غير اصولي داخلېدنې ۵۶۸۰۰ موارد ثبت کړي دي.
دوو مرستندویه آلماني کښتیو سلګونه مهاجر له ډوبیدو ژغورلي دي

د راپور له مخي په دې توګه په ياده پديده کي د مخکیني کال په پرتله د ۶۰ فيصدو اضافه سوې ده. د آلمان فدرالي پوليسو چي د سرحد ساتنې وظيفه هم په غاړه لري، تېر عيسوي کال يې د سپتامبر تر ۳۰ نېټي پوري ۳۵۰۰۰ داسي موارد ثبت کړي ول. د کرونا پاندمي له پېل مخکي په ۲۰۱۹ بشپړ کال کي ۴۰۶۰۰ کسانو آلمان ته بېله اجازې او اړينو اسنادو د داخلېدو هڅه کړې وه.

يادي ورځپاڼي د پوليسو د يوه ویاند له قوله ليکلي دي چي تر ټولو زياتې د بې اجازې داخلېدنې د چيک جمهوريت سره پر پوله ثبت سوي دي. ياد وياند ويلي چي د روان ۲۰۲۲ کال په لومړيو ۹ مياشتو کي پر ياده پوله ۱۱۸۲۷ د انسانانو غيراصولي ننوتنې رامنځته سوي دي. د دغه چارواکي په وينا «يوازي د اګست او سپتامبر په مياشتو کي تر ۶۵۰۰ څخه زيات» موارد ثبت سوي دي.

د پوليسو وياند و ورځپاڼي ته ويلی دي  چې د ۲۰۲۱ کال په آخره کي له بېلاروس څخه د مهاجرت د فشار د کمېدو راهيسي په لومړي ځل بيا آلماني چارواکو د اپريل مياشتي راهيسي په مياشت کي په زرونو د انسانانو غيراصولي داخلېدنو موارد ثبت کړي دي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب