د هنګري بوداپست ښار ښایې د زیلنسکي، پوتین او دونالد ترمپ د ملاقات احتمالي ځای ويانځور: Carlos Barria/REUTERS
اعلان
د اوکراین جګړې پای ته رسولو له پاره د نوو مذاکراتو ترسره کولو له اعلان وروسته، داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې کیدای شي د اوکراین او روسیې ولسمشران په نږدې راتلونکي کې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره په بوداپست کې وګوري.
د بلومبرګ ورځپاڼې د لیکنې په اساس د هنګري ولسمشر ویکتور اوربان له ترمپ سره په خبرو کې لیوالتیا ښودلې ده چې د ولادیمیر زیلنسکي او ولادیمیر پوتین ترمنځ د ملاقات کوربتوب وکړي.
د «پولیتیکو» انټرنټ پاڼې هم رپوټ ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو مخفي سرویس یا د استخباراتي خدماتو اداره(United States Secret Service) چې د دغه هیواد د ولسمشر د امنیت مسئولیت لري، د دې سفر له پاره د تیاري نیولو په حال کې ده. مخکې تر دې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت، په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و چې هغه به هیڅ ځای نه تایید او نه هم رد کړي.
ټاکل شوې ده چې له درې اړخیزې ناستې مخکې د پوتین او زیلنسکي ترمنځ خبرې اترې ترسره شي. ترمپ په یوه راډیوي مرکه کې ویلي چې نوموړي له دواړو سره ډیرې بریالۍ خبرې اترې درلودې او اوس بهتره ده چې دوی دواړه بې د ده له موجودیت څخه ملاقات وکړي، «څو وویني چې خبرې اترې به څنګه پرمخ ځي».
تراوسه پورې د مسکو ځواب روښانه نه دی
دې لیدنې کتنې ته د تیاري نیول کیدو له اعلان سربیره هم تر اوسه پورې ډیرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي؛ له دې ډلې دا چې ایا کرملین اصولاً دې لیدنې کتنې ته تیار دی او که څنګه؟
د سپینې مانۍ ویاندې ټینګار کړی دی چې پوتین موافقه کړې ده چې له زیلنسکي سره ملاقات وکړي، خو مسکو تر اوسه پورې په دې اړه خپل واضح نظر نه دی څرګند کړی.