زیلنسکي: د روسي جنګي الوتکو لمنځه وړل ښکاره بریا وه
۱۴۰۴ خرداد ۱۲, دوشنبه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي، د روسیې په خاوره کې د اوکراین د استخباراتي ادارې ناڅاپي برید، چې په ترڅ کې یې د اوکراين په وينا د روسیې څلور پوځي ډګرونه په نښه او ۴۰ الوتکې له منځه وړل شوي، «یوه بشپړه روښانه بریا» وبلله.
د اوکراین ولسمشر د یکشنبې په ماښام په ایکس شبکه کې ولیکل چې د دې برید پلانول او په اغیزمنه توګه عملي کیدلو یې يو نیم کال وخت ونیوه. نوموړي همدارنګه د ملي امنیتي ادارې ته امر وکړ چې د دغو عملیاتو د یوې برخې په هکله، چې د زیلنسکی، په خبره «بی له شک څخه په تاریخ کې به ثبت شي» ولس ته معلومات ورکړي.
د اوکراین د ملي امنیت سازمان په حواله په دې برید کې د روسیې ۳۴ سلنه بم غورځوونکي الوتکې چې د کروز توغندیو د لیږد توان یې درلود، لمنځه وړل شوي دي. نوموړي سازمان د ویجاړو شوو الوتکو ارزښت ۷ میلیارده ډالره اټکل کړی دی. دغه ادعا د خپلواکو سازمانونو له خوا نه ده تاییده شوې.
د اوکرایني چارواکو په حواله روسي پوځ له دغو بم غورځوونکو الوتکو څخه هره شپه د اوکراین د ښارونو د بمبارولو له پاره استفاده کوله.
د اوکراین استخباراتي ادارې داسې ویډیوګانې خپرې کړي دي چې په هغې کې د «بلایا» هوایي اډه چې له اوکراین سره شاوخوا ۴۲۰۰ کیلومتره واټن لري ښودل کیږي. په دې ویډیو کې د څو الوتکو سوزیدل او د تورو لوخړو پورته کیدل ښودل کیږي. اوکرایني رسنیو همدارنګه د هغو جنګي بې پيلوټه الوتکو انځورونه خپاره کړي دي چې ظاهراً په دې برید کې ترېنه استفاده شوې ده.
د اوکراین یوه نظامي چارواکي چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، د اسوشیټډ پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه برید د پلان له پړاو څخه تر عملي کیدو پورې له یونیم کال څخه ډیر وخت ونیوه او شخصاً د ولودیمیر زیلنسکي، تر څار لاندې ترسره شوی دی. د دې سرچینې په حواله دغه عملیات ډیر پيچلي و او د (FPV) بې پيلوټه الوتکې چې په دې بریدونو کې ترې کار اخیستل شوی و، د روسیې خاورې ته دننه قاچاق شوې وې.
دغه بې پيلوټه الوتکې وروسته په لرګینو خونو کې چې پر څو لاریو بار وې، ځای پرځای شوې وې. د دغو خونو چتونه په مناسب وخت کې له لیري څخه د کنترولیدونکي سیستم په وسیله پرانیستل شول او دغو بې پيلوټه الوتکو بیا د روسیې د بم غورځوونکو الوتکو د په نښه کولو له پاره پرواز کړی دی.
روسیې بريدونه کم ارزښته ښوولي
په داسې حال کې چې روسیې دغه برید تایید کړی او د څو شکمنو کسانو د نیولو خبر یې ورکړی دی، زیلنسکي او د اوکراین د ملي امنیت ادارې ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې ښکیل کسان بیرته اوکراین ته ستانه شوي دي. د اوکراین د ملي امنیت ادارې ویلي دي چې د روسیې له خوا په دې برید کې د ښکیلو کسانو د نیولو خبر خپرول، یوازې د خپلو خلکو د پام اړولو په خاطر دی.
د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې ده چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په برید کې څوک ټپي شوی نه دی او اور لګېدنې تر کنترول لاندې راوستل شوي دي. د نوموړي وزارت په حواله اوکرایني بې پیلوټه الوتکې هوایي ډګرونو ته له نږدې سیمو څخه توغول شوي دي.
پر روسیې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو برید په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې زیلنسکي اعلان کړی دی چې له مسکو سره یې د مستقمو خبرو اترو د نوي پړاو له پاره یو پلاوی ترکیې ته استولی دی.
ټاکل شوې ده د مذاکراتو دغه نوی پړاو به نن د دوشنبې (د جون میاشتې ۲ نیټه) په ورځ د سیمه ایز وخت مطابق د غرمې له ۱۲ بجو وروسته په استانبول کې پيل شي.