اوکراين هم د قسمي اوربند په اړه رضايت ښوولی
۱۴۰۳ اسفند ۳۰, پنجشنبه
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، له خپل روسي سيال ولاديمير پوتین، سره تر خبرو اترو يوه ورځ وروسته د اوکراين له رئيس جمهور ولوديمير زيلنسکي، سره هم يو ساعت اوږدې خبرې اترې کړي. ترمپ له زيلنسکی سره دا خبرې اترې «ډېرې ښې» بللي دي.
ترمپ، د ټروت سوشل په خپل يوه پېغام کې وليکل چې دا تليفوني خبرې «له پوتين، سره د تېرې ورځې د خبرو په اړه وي څو روسيه او اوکراين دواړه د دوی د غوښتنو او اړتياو پر اساس همغږي کړل شي.»
ترمپ، وويل چې دواړه مشران «په بشپړه توګه پر لاره دي» او دی به ډېر ژر د بهرنيو چارو له وزير مارکو روبيو، او د ملي امنيت د مشاور مايکل والتز، سره د دې خبرو اترو جزئیات شريک کړي.
ولسمشر دونالد ترمپ، او د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتين، د سې شنبې په ورځ تليفوني خبرې کړې وې او يوازې د انرژۍ پر زيربناوو د بريدونو پر درولو سلا شوي ول. خو پوتين، د ترمپ د ۳۰ ورځني بشپړ اوربند وړاندیز رد کړی وو.
تر خبرو وروسته زيلنسکي څه وويل؟
له ترمپ، سره تر خبرو اترو وروسته زيلنسکي، وویل چې دی په دې آند دی چې د ترمپ، په مشرۍ «هم په دې روان کال کې پایداره سوله رامنځته کیدلای شي.»
له دونالد ترمپ، سره د خپلو خبرو په ترڅ کې زيلنسکي، ويلي ول چې دی جزوي اوربند ته چمتو دی چې د انرژۍ پر زيربناوو، اورګاډو او بندرونو د بريدونو بندیدل پکې شامل دي او سملاسي عملي کيدلای شي.
خو د اوکراين ولسمشر خبرداری ورکړ که چېرې ماسکو د اوربند له شرطونو سرغړونه وکړه نو دوی به هم ځوابي اقدام وکړي.
زيلنسکي، وويل: «دواړو مشرانو د دفاعي عملې ترمنځ د معلوماتو پر نږدې تبادله هم توافق وکړ ځکه چې د جګړې د ميدان وضعيت د بدليدو په حال کې دی.»
د امريکا په ولسمشرۍ دفتر اوول آفس کې تر ناندرۍ وروسته د چهار شنبې په ورځ دا د ترمپ، او زيلنسکي، لومړۍ خبرې اترې وې. خو تر دې مخه په سعودي عربستان کې د دواړو مشرانو ډلو سره ليدلي ول او د ۳۰ ورځني اوربند د وړاندیز په اړه یې سره خبرې کړې وې.
اړونده موضوع: د ترمپ او زيلنسکي ترمنځ ناندرۍ او د لوېديځوالو غبرګون
زیلنسکي، له ترمپ، سره د خبرو وروسته د ايکس شبکې له لارې وويل: «موږ په دې آند يو چې له امريکا سره، له ولسمشر ترمپ سره او د امريکا په مشرۍ به په روان کال کې کيدای شي پایداره سوله رامنځته شي.»
له خبريالانو سره په ويديويي کنفرانس کې زيلنسکي، دا هم وويل چې دی په دې آند دی چې پوتین، به بشپړ اوربند ته اماده نه شي او دا چې د اوکراين ځواکونه د روسیې په لويديځه کورسک سيمه کې موجود دي.