1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین ولسمشر: روسیه په ماریوپول کې د مهاجرت مخه نیسي

۱۴۰۱ فروردین ۳, چهارشنبه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د روسیې پر پوځیانو تور پورې کړی چې په ماریوپل محاصره شوي ښار کې هغه اوکراینیان نیسي چې غواړي دغه ښار ترک کړي. په دغه ښار کې شاوخوا ۱۰۰ زره وګړي بند پاتې دي.

Ukraine | Evakuierung von Mariupol
انځور: AA/picture alliance

په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ مذاکرات د زیلنسکي په خبره ډېر سخت دي، زرګونه اوکرایني وګړي لا هم د اوکراین په محاصره شوي ښار ماریوپل کې بند پاتې دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي پر روسي ځواکونو تور پورې کړی چې په دغه ښار کې هغه اوکرایني وګړي برمته کوي چې غواړي دغه ښار ترک کړي.

د شمیرو له مخې، تر اوسه پورې په ماریوپل ښار کې شاوخوا ۱۰۰ زره اوکراینیان بند پاته دي او غواړي دغه ښار د جګړو له ویرې ترک کړي. تر دې وړاندې روسي او اوکرایني چارواکو له دغه ښار څخه د خلکو پر وتلو توافق کړی وو.

د اوکراین ولسمشر زیلنسکي وايي چې په تیریو ۲۴ ساعتونو کې له دغه ښار څخه نیږدې ۷۰۰۰ کسان په وتلو بریالي شوي دي خو زیاتوي چې یوه ډله اوکراینیان چې غوښتل یې د بشري کوریدور له لارې دغه ښار ترک کړي، د روسي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

زیلنسکي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د اوکراین په دغه بندري ښار کې چې د ازوف سمندر سره اوکراین وصلوي، لا هم تر ۱۰۰ زرو ډېر اوکراینیان له اوبو، بریښنا، دارو درملو او خوړو پرته بند پاتې دي او زیاتوي چې دغه ښار په دوامداره توګه د روسیې له خوا تر بمبار لاندې هم دی.

انځور: Vadim Ghirda/AP/picture alliance

اوکرایني ولسمشر همدا راز پر روسیې تور پورې کړ چې د سه شنبې په ورځ یې د هغه بشري کاروان مخه هم نیولي چې غوښتل یې د ماریوپل اوسیدونکو ته بشري مرستې ورسوي. زیلنسکي زیاته کړې چې روسیې په دې ترڅ کې د یاد بشري کاروان موټر چلوونکي او د ژغورنې عمله هم نیولې ده.

د روسیې تر پوځي یرغل وړاندې د اوکراین په دغه بندري ښار کې نیږدې ۴۵۰ زره کسانو ژوند کاوه او د جګړې له پیل راهیسې زرګونه کسانو دغه ښار ترک کړی دی.

زیلنسکي په دې هکله وویل: «موږ هڅه کوو چې د ماریوپل د اوسیدونکو له پاره باثباته بشري کوریدور تنظیم کړو خو زموږ ټولې هڅې له بده مرغه د روسي یرغلګرو د قصدي ترهګریزو فعالیتونو او بمباریو له کبله له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.»

د سولې مذاکرات «سخت» دي

پر دې ټولو سربیره، د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې مذاکرات هم وخت نا وخت له خنډونو او ننګونو سره مخامخ دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي چې له روسیې سره د سولې د مذاکراتو هڅې «ډیر سخت» کار دی. زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې په دې هکله ویلي: «هغه [مذاکرات] ډېر سخت دي، خو بیا هم موږ ګام په ګام مخته ځو.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي چې اوکرایني چارواکي له روسیې سره هره ورځ د سولې راوستلو په هکله مذاکرات کوي او زیاتوي چې موږ به تر پایه پورې، په زړورتیا او پرانیستي توګه د امکان تر حده کار هم کوو او جګړې ته به هم ادامه ورکوو.

د اوکراین ولسمشر یو ځل بیا له خپل روسي سیال ولاديمیر پوتین سره د مستقیمو خبرو اشاره وکړه خو تر اوسه پورې د زیلنسکي دغې غوښتنې ته د روسي ولسمشر ځواب نه دی ویلی.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین د لومړي وزیر مرستیالې اریانا ویریشوک، همدا نن د چهارشنبې په ورځ وویل چې له روسیې لوري سره یې د بشري کوریدور پر فعالولو توافق کړی او زیاتوي چې غواړي په دې توګه د اوکراین په ښارونو کې بند پاتې ملکیان خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

انځور: MAXIM GUCHEK/BELTA/AFP

د اوکراین د لومړي وزیر مرستیالې اریانا ویریشوک زیاته کړې چې د ماریوپل له له زړه څخه د ملکیانو د اخراج توافق شوی او دا چې هغه کسان چې غواړي دغه محاصره شوی ښار ترک کړي، په نیږدې بیردینسک ښار کې ورته د ترانسپورت امکانات برابر شوي دي.

په عین حال کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین یو نیږدې متحد نن د چهارشنبې په ورځ ویلي چې امریکا متحده ایالات غواړي روسیه وشرموي، تقسیم یې کړي او په پای کې یې ویجاړه کړي، خو ژمنه کوي چې امریکا ته به د دې کار اجازه هیڅکله هم ورنه کړي.

دیمیتري میدویدوف چې له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۲م کاله پورې د روسیې ولسمشر وو او اوس د روسیې د امنیت شورا مرستیال سکرتر دی وايي چې دغه راز پلانونه که چیرته عملي شي، تولې نړۍ ته به ویجاړوونکې پایلې ولري. میدویدوف پر ټیلیګرام د یوه خپاره شوي پیغام له لارې ویلي چې «روسیه به هیڅکله هم دغه راز کار ته اجازه ورنه کړي.»

آژانسونه، خ. ح/ ن.ز

زموږ له آرشیف څخه: 

په پولنډ کي د اوکرایني مهاجرو حالت

03:01

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب