1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيلنسکي د امريکا کانګرس ته: «موږ ستاسې مرستې ته اړتيا لرو»

۱۴۰۰ اسفند ۲۵, چهارشنبه

د اوکراين ولسمشر د امريکا کانګرس ته د خپلې وينا په ترڅ کې د لا زيات ملاتړ غوښتنه وکړه. هغه وويل چې هيواد به یې «په هغه جګړه کې چې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو ناوړه ده» ماته ونه مني.

Wolodymyr Selenskyj
انځور: Pressebüro des ukrainischen Präsidenten/AP/dpa/picture alliance

ولاديمير زيلنسکي نن، چهار شنبه (۲۰۲۲ کال د مارچ ۱۶) د امريکا د سنا او استازو مجلس غړيو ته د خپلې وينا پر وخت د پارل هاربر يا د امريکا د پاسیفيک پر جنګي بيړيو د جاپان د ناڅاپي بريد او همدا راز د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې نېټې د بریدونو يادونه وکړه او له امريکا یې غوښتنه وکړه چې د روسیې پر خلاف جګړه کې دې له اوکراين سره لا ډيره مرسته وکړي.

نوموړي د امریکا کانګرس غړیو ته د وينا په ترڅ کې وويل چې هېواد به یې «په هغه جګړه کې چې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو ناوړه ده» ماته ونه مني. نوموړي وويل چې روسیې «پر انساني ارزښتونو بې رحمه تهاجم پېل کړی دی.»

د امريکا کانګرس ته د دغه ژوندۍ ويډيويي وينا په ترڅ کې زيلنسکي له کيف څخه وويل چې امريکا بايد د روسیې د دوما يا پارلمان پر غړيو بندیزونه ولګوي او واردات یې بند کړي. د نوموړي د وينا په ترڅ کې د روسیې د بريد وروسته د اوکراين د ويجاړيو يوه احساساتي ويديو هم ښکاره کړل شوه.

زيلنسکي وويل: «موږ اوس تاسو ته اړتيا لرو.» هغه زياته کړه: «زه پر تاسې غږ کوم چې لا ډېر څه وکړئ.» پر روسيې د لا زياتو اقتصادي بندیزونو د غوښتنې پر وخت نوموړي وويل: «سوله له عايد څخه مهمه ده.»

د امريکا د کانګرس غړي زيلنسکي ته د درناوې په پار د وينا تر مخه او وروسته ودرېدل او په چکچکو یې هغه وستايه.

زيلنسکي په داسې حال کې پر اوکراين د روسیې د بريد کابو درې اونۍ پوره کيږي، د « close the sky » يا پر روسیې آسمان وتړئ کمپاين په کارولو سره له خپلو متحدينو غوښتنه وکړه چې پر اوکراين د روسیې د ويجاړونکو بريدونو مخه ونيسي.

د امریکا کانګرسانځور: Win McNamee/Getty Images

د نوموړي دې غوښتني هغه د ولسمشر جو بايدن سره په يو مخالفت کې واقع کړ، ځکه چې د ولسمشر بايدن ادارې په همدې وروستيو کې د پروازونو د ممنوع ساحې د اعلانولو او د پولند له خوا اوکراين ته د جنګي الوتکو د ورکولو وړاندیز رد کړی وو ځکه امریکا نه غواړي چې نیغ په نيغه له روسیې سره ښکېله شي.

ولسمشر جو بايدن تل ټینګار کوي چې امريکايي عسکر به اوکراين ته و نه ليږدوي. بايدن په خپله یوه وينا کې ويلي ول: «د ناټو او روسیې مستقيم مخامخیدل به دريمه نړيواله جګړه وي.»

د سپينې ماڼۍ د يوه چارواکي په حواله په پام کې ده چې د زيلنسکي تر وينا وروسته به بايدن په خپله وينا کې له اوکراين سره د نورو ۸۰۰ ميليونه امريکا ډالرو د مرستې اعلان هم وکړي.

دا لومړی ځل نه وو چې زيلنسکي په مستقيم ډول د امریکا د کانګرس غړيو ته مخاطب شو. کابو دوې اونۍ تر مخه هم نوموړي د کانګرس له غړيو څخه د پروازونو د ممنوع ساحې او يا لږ تر لږه د ډېرو جنګي الوتکو د ليږدولو غوښتنه کړې وه.

ولاديمير زيلنسکي د امريکا په کانګرس کې تر وينا مخکې د بريتانيا پارلمان ته هم وينا کړې وه. په پام کې ده چې نوموړی به د هسپانيا پارلمان ته هم وينا وکړي.

ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشيف څخه:

په پولنډ کي د اوکرایني مهاجرو حالت

03:01

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل