1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کیف د روسيې د تېرې شپې بریدونو مرګ ژوبله اړولې

محمد کریم صالح | فرانس پریس، رويترر، اسوشتید پریس، ډي پي اې
۱۴۰۴ آذر ۴, سه‌شنبه

اوکرایني چارواکي وايي روسیې تېره شپه پر پلارمېنه کيف حملې کړي، شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي. د بریتانيا صدراعظم نن د واشنګټن د سولې پر پلان غونډه رابللې او ماکرون ويلي د دغه پلان ځېنې برخې «بهبود ته اړتیا لري.»

اوکرايني ژغورنکي د اوکراین پر پلازمینه د روسیې د نومبر ۲۵مه شپې په حملو کې یو ټپي شوی کس انتقالوي
د اوکراین ولسشمر وویل د روسیې د تېرې شپې په حملو کې د شپږ ملکي اوکراینیانو د وژنې خبره تائید کړه او زیاته ېې کړه چې ۱۳ کسان ټپیان شوي ديانځور: Dan Bashakov/AP Photo/picture alliance

د اوکراین په پلازمېنه کې د پوځ د قوماندۍ مشر تیمور تاکاچنکو، د سې شنبې په ورځ وویل چې روسیې تېره شپه پر پلازمېنه کیف د توغندیو او ډرونو حملې کړي دي چې پکې ۶ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

تاکاچنکو، زیاته کړې ده چې دغه مرګ ژوبله هغه وخت رامنځ ته شوه چې په حملو کې د دنپرو سیند په شرقي غاړه کې د هستوګنې یو لوړ ساختمان ولګید. هغه پر ټلیګرام شبکه لیکلي چې «روسان په لوی لاس ملکي زېربناوې او کورونه په نخښه کوي» او د هغوی دغه عمل ېې «بدبینانه ترور» بللی دی.

زیلنسکي: اوکراین د روسیې توغندي او ډرونونه ويشتلي

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي نن سه شنبه وویل چې د هیواد ځواکونو ېې تېره شپه د روسیه ۲۲ توغندي او ۴۶۴ ډرونونه راغورځولي دي. هغه هم د روسیې د تېرې شپې په حملو کې د شپږ ملکي اوکراینیانو د وژنې خبره تائید کړ او زیاته ېې کړه چې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي. زیلنسکي وویل چې په دغو حملو کې د انرژۍ او تودوخې سیستمونو ته زیانونه اوښتي دي. هغه د متحدینو روانو هڅو ته په اشارې وویل چې پر روسیې فشار باید مطلوبه نتیجه ولري.

د اوکراین ولسمشر وویل «کوم څه چې اوس تر ټولو مهم دی هغه دا دی چې ټول شریکان په مشترکو هڅو سره د ګډې ديپلوماسۍ پر لور حرکت وکړي.»

سټارمر د اروپايي متحدینو غونډه رابللې

اوکرايني چارواکي له دغو حملو په داسې وخت کې خبر ورکوي چې همدا نن اروپايي رهبران د اوکراین په هکله د واشنګټن د سولې پر پلان خبرې کوي.

د بریتانیا صدراعظم کئیر سټارمر، نن سې شنبه د اوکراين د اروپايي متحدینو یا د «داوطلبانو ائتلاف» د یوې غونډې کوربه دی چې پکې به د ژنیو د وروستیو خبرو اترو په ادامه د ترمپ ادارې له لوري د سولې د وړاندې شوي پلان پر جزئیاتو بحثونه وشي.

اوکرايني چارواکو ویلي چې د روسیې پر کیف د تېرې شپې په بریدونو کې په لوی لاس د ملکیانو د هستوګنې ځایونه په نخښه کړي ديانځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

دغه ائتلاف چې څه باندې ۳۰ هېوادونه ېې غړي دي، په اوکراین کې د روسیې پر ضد جګړه کې ېې د اوکراین د ملاتړ ژمنه کړې ده.

د بریتانیا صدراعظم زیاته کړه سوله «زموږ ټولو له پاره مهمه ده، ځکه چې په اوکراین کې جګړې دلته پر بریتانیا خپل مستقیم اغیز درلودلی دی.»

ماکرون وايي یوازې روسیه د سولې خنډ دی

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د سې شنبې په ورځ دونالد ترمپ د سولې پر پلان وغږېد. هغه وویل د واشنګټن دغه پلان سربېره پر دې چې «پر ښه مسیر روان» دی، خو ځینې برخې ېې «بهبود ته اړتیا لري.»

ماکرون له آر ټي ال راډیو سره په یوه مرکه کې وویل چې «د تېرو درو کلونو په جریان کې یوازینۍ سره کرښه چې موږ درلودلې هغه روسیه ده.» ماکرون زیاته کړه چې مسکو د اروپا «اصلي ګواښ» دی.

د فرانسې ولسمشر ټينګار وکړ چې اروپا باید اوس د دې تصمیم ونیسي چې د روسیې له کنګل شوې شتمنۍ څرنګه استفاده وکړي او څنګه د کیف له پاره واقعي امنیتي ضمانتونه چمتو کړي.

ماکرون زیاته کړه چې د اوکراین پوځ باید د دغه هېواد د دفاع لومړنۍ کرښه وي، خو هغه دا هم وویل چې د فرانسې، ترکیې او بریتانیا ځواکونه کولی شي د ډاډمنتیا فضا ایجاد کړي.

د ترمپ د سولې له پلان څخه د آلمان هرکلی

د آلمان د بهرنیو چارو وزير یوهان واده فول، د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه په اوکراین کې د نژدې څلور کلنې جګړې د پای له پاره د واشنګټن د سولې د پلان هرکلی کوي او زیاته ېې کړه چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ مذاکرات «یوه ښه نښانه» ده.

واده فول، د یکشنبې په ورځ د اوکراین پر اوسنیو مذاکراتو د بحث له پاره د «واشنګټن فارمت» یوه غونډه تشکیل کړې وه چې پکې د فنلنډ، فرانسې، ايټالیا، پولنډ، بریتانیا او اوکراین د بهرنیو چارو وزیراینو ګډون درلود.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب