1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زیمبابوې څلور وزیران په کرونا مړه سوي

۱۳۹۹ بهمن ۵, یکشنبه

د کرونا وبا په ټوله نړۍ کي سخت تلفات رامنځته کړي، د هغې جملې څخه یې د خارجه وزیر په شمول د زیمبابوې څلور وزیران فقط په څو ورځو کي ووژل. کرونا د زیمابوې بیله هغه خراب صحي سیسټم نور هم تر فشار لاندي راوستلی دی.

Simbabwe Coronavirus Krise Beerdigung
انځور: Tsvangirayi Mukwazhi/dpa/picture alliance

د فقط څو ورځو په جریان کي زیمبابوې خپل د کابینې څلور وزیران په کرونا د اخته کیدو له وجهي د لاسه ورکړل. دخارجه وزیر تر څنګ په هغوی کي د دغه هیواد د  ترانسپورټ وزیر هم شامل دی.

د ناتایید سوو رپوټونو په حواله ویل کیږي، چي د دغه هیواد د کابینې نور وزیران هم په کرونا باندي اخته سوي او په یوه شخصي کلینیک کي پراته دي. د زیمابوې د صحت عامې وزیر د مرستیال، جان مانګویرو د جرمني خبري آژانس،dpa ته ویلي دي، چي«موږ د توري اوریځي تر سیوري لاندي یو، چي باید ډیر ژر ځیني راووزو.»

هغه اټکل کوي، چي د جنورۍ د شروع څخه د کرونا په سبب رامنځته سوي قیودات به نور هم شدید سي.

رستورانونه او قهوه خانې تړلي دي

دا هم پداسي حال کي ده، چي همدا اوس لا په دغه هیواد کي د کرونا سخت قیودات وضع سوي دي. مثلأ د ماښام د ۶ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پوري څوک دباندي ته د راوتو اجازه نلري.  په مظاهرو او یا عادي محفلونو کي تر ۳۰ کسانو اضافه ګډون نسي کولای. رستورانونه ، قهوه خانې او سپورټ میدانونه تړلي پاته دي. خو د جان مانګویرو په حواله ګرده خلګ دغه مقررات نه مراعتوي.

انځور: Tsvangirayi Mukwazhi/dpa/picture alliance

د بلي خوا بیا د کرونا پانډمۍ د شروع څخه په زیمبابوې کي تر اوسه پوري د هغې د وجهي تقریبأ ۱۰۰۰ تنه وژل سوي دي، چي دا د دغه هیواد د ۱۶ ملیونو نفوسو په تناسب ډیر نه دي. خو د زیمبابوې صحي سیسټم بیله هغه ډیر خراب دی، چي د کرونا ویروس کولای سي هغه بیخي د خطر سره مخامخ کړي.

په اجتماعي رسنیو کي ویل کیږي، چي حکومت نه غواړي صحي پرسونل ته حفاظتي کالي ورکړي او نه یې هم معاشونه ورلوړوي. د تیر ۲۰۲۰ م کال په دوبي کي لا ډیرو داکټرانو او نرسانو د خپلو معاشو د لوړیدو پخاطر اعتصابونه وکړل.

باید وویل سي، چي په دغه هیواد کي سخت انفلاسیون حاکم  او اقتصادي حالت یې ډیر خراب دی. 

آ./م.ق./ا.ا.

زموږ دارشیف څخه یو انځوریز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب